Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»له تخریبه تر تحریفه؛ د جمهوريت د تښتېدلو له خوا پر سرپرست حکومت ناسم تورونه!
    تورې څېرې

    له تخریبه تر تحریفه؛ د جمهوريت د تښتېدلو له خوا پر سرپرست حکومت ناسم تورونه!

    صابر افغانصابر افغان17 مارچ 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د طالبانو د حکومت له واک ته رسېدو راهیسې، د افغانستان تښتېدلو چارواکو او سیاستوالو د دې نظام پر وړاندې د تبلیغاتو لپاره له هر ډول چل او فریب څخه کار اخیستی، شپه او ورځ د خپلو بادارانو په همکارۍ او مرسته او د ما‌هواره‌اي شبکو او مجازي فضا په کارولو سره د ناسمو خبرونو په خپرولو لاس پورې کوي.

    داسې ادعاوې له جعل او تزویر پرته بل څه نه څرګندوي او د دغه څرګندونو د وړاندې کولو یوازینۍ موخه یې د عامه افکارو منحرف کول او د افغانستان د خلکو غولول دي؛ د جمهوريت نظام د شل کلنو ټولو ناوړه کړنو هره شېبه تر ټولو لوی ثبوت دی.

    د جمهوریت بدنامه تښتېدلو کسانو په دې موده کې پر سرپرست حکومت بې بنسټه تورونه لګولي دي، چې په دې لیکنه کې به یې د څو مهمو نمونو یادونه وکړو او هر یو ته به یې قانع کوونکی ځواب ووایو، ان شاء الله.

    د سرپرست حکومت په اړه د جمهوري نظام د تښتېدلو مشرانو له بې ځایه ادعاوو څخه: پر پاکستان د طالبانو تکیه، د افغانستان د اقتصاد کمزوری کول، ښځې له خپلو حقونو څخه محرومول، د قومي او مذهبي اختلافاتو رامنځ ته کول او د ملي سرچینو لوټ کول دي.

    د پخواني حکومت تښتېدلي چارواکي نه یوازې اوس، بلکې د جمهوري نظام په وخت کې هم طالبان د پاکستان غلامان او په هغوی پورې تړلي بلل؛ داسې چې د جمهوريت نظام پر حکومتي دستګاه د طالبانو له هر بریالي برید وروسته، د وخت سیاستوالو د تور ګوته پاکستان ته نیول او هغه یې د دغه بریدونو اصلي طراح باله!

    په داسې حال کې چې د افغانستان د شل کلن اشغال په وخت کې د طالبانو په وړاندې د پاکستان خیانت د هغوی د لوړ پوړو افرادو د نیولو او امریکا ته د سپارلو په برخه کې د هیڅ هوښیار کس څخه پټ نه دی.

    هېره دې نه وي، چئ دا بدنامه تښتېدلي کسان په داسې حال کې طالبان د پاکستان د حکومت لاسپوڅي بولي، چې خپله په افغانستان کې د واک ته د بېرته رسېدو لپاره د پاکستان د پوځي استخباراتو (آی‌ایس‌آی) په دام کې راګیر شوي او آن د ډیورنډ فرضي کرښې د په رسمیت پېژندلو سره یې د خپل هېواد خاوره هم له وړاندې خرڅه کړه.

    د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان اقتصادي رکود، د دې حکومت په وړاندې د تښتېدلو کسانو یو بل پوچ تور دی؛ هغه تور چې خپله باطل هم پرې پوهېږي او د جمهوري نظام له ړنګېدو او د هغه وخت د فساد له ریښو ایستلو وروسته د افغانستان د اقتصاد د غوړېدو شاهدان دي. دا بې ځایه تور خو نړۍوال بانک هم په خپل نوي راپور کې چې په روان کال کې د افغانستان اقتصاد ۲.۷ سلنه وده ښيي، په کلکه رد کړ.

    د پخواني رژیم د تښتېدلو کسانو یو بل بې بنسټه تور دا دی چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، ښځې له خپلو حقونو څخه محرومې شوې دي. دا ادعا په داسې حال کې مطرح کېږي چې د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو راهیسې، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د ښځو د حقونو د تأمین په برخه کې په زرګونو دوسیو ته رسیدګي کړې او په ګڼو مواردو لکه د جبري ودونو مخنیوی، د میراث حق ورکول او له کورنیو زندانونو څخه د خلاصون په برخه کې یې له ښځو سره مرسته او کومک کړی دی.

    هغه طلایي کړنې چې د کابل د اجیرې ادارې د واکمنۍ په وخت کې حتی یوه داسې قضيه هم نده ثبت شوې، له دې سره چې ځانونه یې د ښځو د حقونو اصلي ملاتړي بلل.

    قومي اختلافاتو او ژبنیو تعصباتو ته لمن وهل د سرپرست حکومت په وړاندې د تښتېدلو سیاستوالو یو بل بې بنسټه تور دی؛ هغه ادعا چې د هغې د اثبات لپاره هیڅ ډول سند نشته، بلکې د دې حکومت له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې، د لویو حکومتي چارواکو لکه وزیرانو څخه نیولې تر والیانو او ولسوالانو پورې د افغانستان د بېلابېلو قومونو ترمنځ د کینې او دښمنۍ د له منځه وړلو په برخه کې بې شمېره هڅې کړې دي.

    د سرپرست حکومت مخالفین په داسې حال کې دا حکومت په قومي او مذهبي اختلافاتو تورنوي چې خپله یې د کورنیو جګړو په وخت کې د خپلو شخصي ګټو د تأمین لپاره د افغانستان بېلابېل قومونه سره ټوټې ټوټې کړل او د قوم، ژبې او مذهب په نوم یې خونړۍ جګړې پیل کړې.

    د طالبانو د حکومت له خوا د افغانستان د طبیعي زیرمو لوټول، د جمهوري نظام د تښتېدلو کسانو یوه بله ناسمه ادعا ده؛ هغه خندوونکې ادعا چې هیڅ هوښیار کس یې پر دروغو کې لږ شک لا نه لري؛ ځکه چې د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو او د بهرنیو مرستو له بندېدو وروسته، په داسې حال کې چې حکومتي دستګاه له هرې زاویې څخه له بشپړ سقوط سره مخامخ وه، خو سرپرست حکومت وتوانېد چې د افغانستان له کانونو او زېرمو څخه په مناسبې او پر وخت ګټه اخیستنې سره، له دې خدای راکړي نعمت څخه په لازم ډول ګټه پورته کړي او ټول ملت ترې مستفید کړي.

    سره له دې چې د جمهوري نظام په وخت کې د افغانستان کانونه او زیرمې، په داسې حال کې چې د بیت المال برخه او د دې ځورېدلي ملت مسلم حق ګڼل کېدل، یا د بهرنیو هېوادونو او اشغالګرو لخوا لوټ کېدل او یا هم د څو محدودو کسانو جیبونو ته تلل.

    هغه موارد چې یاد شول د جمهوريت نظام د تښتېدلو کسانو د بې بنسټه تورونو یوه کوچنۍ برخه وه چې د هغې په خپرولو سره هڅه کوي عامه افکار منحرف کړي او د حکومت او ملت ترمنځ واټن رامنځ ته کړي؛ هغه چې ورته رسېدل خوب، خیال او جنون دی!

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهافغان او پاکستاني سوداګر او قومي مشران د تورخم دروازې د پرانيستلو په اړه هوکړې ته ورسېدل
    راتلونکي مقاله په پام کې ده چې ټرمپ او پوتین سبا سه شنبه د اوکراین جګړې په اړه مخامخ خبرې وکړي

    مربوطه لیکنې

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.