Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»له خليلزاد څخه د مقاومت شوری او مقاومت جبهې کرکه!
    راز

    له خليلزاد څخه د مقاومت شوری او مقاومت جبهې کرکه!

    صابر افغانصابر افغان24 نوومبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    زلمی خليلزاد د ټرمپ په تېره اداره کې د طالبانو او امريکا تر منځ په مذاکراتو کې د امريکا د ځانګړي استازي په توګه مهم رول درلود، هغه په افغانستان کې د طالبانو او امريکا تر منځ د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې له هڅو سره سره د تېر پرځېدلي جمهوريت د ډیرو چارواکو او سياسيونو له سختو نيوکو سره مخ دی.

    يو له دغو منتقدينو څخه د ملي مقاومت په نوم شوری ده چې اصلي لوبغاړي يې دوستم، قانوني، سیاف، عطا محمد نور، احمد مسعود، محقق او ځينې نورې هغه بدنامې څهرې دي چې په تېرو څو لسيزو کې يې د افغانستان لپاره له جګړې او بدبختيو پرته بل هيڅ مفاد نه درلود.

    هندوکش‌غږ ته د رسېدلو معلوماتو په اساس، په تېرو څو ورځو کې د شوری په خپل منځي مجالسو کې په دې اړه ډير بحثونه ترسره شول او دوام لري چې څنګه د ټرمپ ټيم او دفتر ته د خليلزاد په اړه خپل پيغام يا په عامه اصطلاح شيطانت ورسوي.

    د هندوکش‌غږ د معلوماتو په اساس، دوی زلمي خليلزاد ته د شيطان خطاب کوي او په نورو مختلفو سپکو او کرکجنو الفاظو يې يادوي؛ دوی په خپلو مجالسو کې خليلزاد د جمهوريت د سقوط لامل بولي او هڅه کوي چې د افغانستان په مسئله کې خپل شرمونه او ناکامۍ خليلزاد ته توجيه کړي.

    د هندوکش‌غږ د سرچينو په وينا، دوی څو ورځې وړاندې د امريکا په فلوريدا کې په يو تحقيقاتي مرکز کې د خليلزاد له تازه مرکې څخه سخت په انديښنه کې دي او غواړي د خپلو لابي ګرانو په توسط په امريکا کې د نوي ولسمشر ټرمپ ټيم ته د خليلزاد په اړه منفي او بد نظر ورکړي او هغه د افغانستان څخه د امريکا د شرموونکي خروج اصلي لامل ورته په ګوته کړي تر څو په راتلونکي کې يې له شر څخه ځان خلاص کړي.

    د سرچينو په وينا، مقاومت شوری او د خیالي جبهو مشران له دې څخه سخت په ويره کې دي چې که خليلزاد يو ځل بيا د امريکا سیاست ته راستون شي نو د دوی لپاره به ډير په زيان تمام شي، ځکه خليلزاد د دې ناکامو څهرو او جنګي جنايت کارانو څخه ښه پيژندګلوي لري چې په دې سره به دوی هيڅکله د امريکا هغه حمايت ترلاسه نه کړي چې د ترلاسه کولو لپاره يې شپه او ورځ پر ځان يوه کړې ده.

    د مقاومت شوری او نور فراري سياسيون د امريکا واک ته د ټرمپ په راتګ سره له سختو ناهيليو سره مخ دي او د خليلزاد د بيا راتګ انديښنو د دوی دا ناهيلي لا زياته کړې ده.

    د يادونې وړ ده چې د کره معلوماتو په اساس د تېر پرځېدلي جمهوري حکومت پر مهال دې بانډ د امرالله صالح په همکارۍ په کابل کې د خليلزاد د ترور پلان هم جوړ کړی وو خو د ځينو لاملونو له امله ونه توانېدل.

    مخکینۍ مقالههېواد ته د بې کيفيته توکو د صادراتو مخنيوی؛ ۶۰ ټانکره بې کيفيته تېل بېرته ګرځول شوي
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    3 جون 2025

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.