د هېواد د کار او ټولنيزو چارو وزارت په خپلو رسنيزو ادرسونو خبر ورکړی چې هېواد کې د کار ملي کنفرانس ترسره کوي ياد وزارت د دې کنفرانس د ترسره کولو موخه له خپلواکۍ راوروسته د فقر او بېکارۍ سره مبارزه او همدا رنګه د لا ډېرو کاري فرصتونو رامنځته کول ښودلي.
همدا رنګه ياد وزارت زياتوي د کار ملي کنفرانس کې به د بېکارۍ د لاملونو څېړنه او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو بحث وشي او دوه ورځې به دوام وکړي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار ملي کنفرانس سره هممهاله د کار ملي کمپاين هم ترسره کوي چې په ترڅ کې به یې په ټول کې هېواد کې اقتصاد پوهان سوداګر او نور د کار او تجارت متخصصين د کاري فرصتونو په ايجاد او د بېکارۍ او فقر په له منځه وړلو سراسري بحث او د نظرونو تبادله کوي.
ياده دې وي چې ياد کنفرانس په وروستيو کلونو کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او بېکارۍ د له منځه وړلو تر ټولو په لوړه سطحه کنفرانس ده چې د مسؤلينو په وينا د هېواد د بېکارۍ په له منځه وړلو او اقتصادي وده کې خورا مهم رول لري.