محمد السنوار د حماس غورځنګ د پوځي څانګې کتائب عزالدین القسام یو له مشهورو او پخوانیو قوماندانانو څخه دی.
رپوټونه وايي شونې ده چې د یحیی السنوار ورور محمد السنوار د حماس مشر وټاکل شي، که څه هم نور نومونه لکه خالد مشعل او خلیل الحیة هم یاد شوي دي.
د CNN د راپور له مخې، دا لا څرګنده نه ده چې آیا یحیی السنوار د خپل ځایناستي ټاکلو لپاره مخکې لارښوونې کړې، مګر د هغه کشر ورور محمد د هغه ځایناستي لپاره تر ټولو نږدې نوماند ګڼل کېږي او په دې وروستیو کې د حماس د پوځي قوماندان په توګه ټاکل شوی.
د محمد السنوار امنیتي وضعیت:
د خپل ورور په څېر، محمد السنوار هم د اسرائیلو د مطلوبو کسانو په لیست کې یو له مهمو کسانو څخه دی؛ د حماس سرچینو ویلي چې هغه د اسرائیلو په څو وژونکو هڅو کې د هوايي بریدونو او د سړک د غاړې بمونو په ګډون؛ ژوندی پاتې شوی؛ د هغه د وژلو وروستۍ هڅه په ۲۰۲۱ کال کې شوې وه.
د محمد السنوار شخصیت او اغېز:
محمد السنوار د ۱۹۷۵م کال د سپتمبر په ۱۵مه نېټه زېږېدلی، د کتائب عزالدین القسام له پخوانیو قوماندانانو څخه بلل کېږي، هغه په ندرت سره په عامه توګه یا رسنیو کې راڅرګندېږي.
د قدس پوهنتون د سیاسي علومو استاذ پروفیسور ایمن الرقب په وینا، د یحیی السنوار شهادت کولی شي چې محمد یو لوی مشرتابه مقام ته ورسوي چې هغه به د اسرائیلو سره په خبرو اترو کې ډېر نفوذ ولري.
په ۲۰۱۱ میلادي کال هغه د اسرائیلي سرتېري ګیلعاد شالیط د خوشې کولو لپاره په خبرو اترو کې کلیدي رول لوبولی و او ګواښ یې کړی و چې که د هغه ورور ازاد نه شي دا معامله به ګډوډه کړي.
د اسرائیلو ځینې پوځي سرچینې په دې باور دي چې محمد السنور د خپل ورور یحیی په پرتله ډېر متشدد دی؛ هغه په خان یونس کې زېږېدلی او یو له لومړنیو کسانو څخه و چې له حماس سره یو ځای شو او په لومړي پاڅون کې یې د اسرائیلو پر ضد په پوځي عملیاتو کې برخه واخیسته.
اسرائیلو د هغه د نیولو لپاره د هر ډول معلوماتو لپاره درې سوه زره ډالر انعام ټاکلي دي؛ د ګیلعاد شالیط تښتول یو له هغو مهمو عملیاتو څخه دي چې له محمد السنوار سره تړاو لري او دی هغه وخت حماس د خان یونس لوا قوماندان و.
د اقصی طوفان په عملیاتو کې د هغه رول:
ځینې سرچینې ادعا کوي چې محمد السنوار د اکتوبر په ٧مه په اسرائیلو باندې د حماس د ناڅاپي برید په تنظیمولو کې مهم رول لوبولی او په غزه کې یو له مهمو او مطلوب شخصیتونو څخه دی.
د اسرائیلو پوځ په دې وروستیو کې په غزه کې د تونلونو په پراخه شبکه کې د محمد السنوار داسې نادره ویډیو خپره کړه چې په جیپ موټر کې له خپلو ساتونکو سره روان دی.