په ډېرو هېوادونو کې د سیاسي ګوندونو د جوړېدو فلسفه ممکن د ولس ملاتړ او د هغوی د اساسي حقونو دفاع وي؛ خو په افغانستان کې، د کورنیو جګړو له کلونو رانیولې د جمهوریت تر شل کلنې دورې پورې، دا ګوندونه د ولس د خدمت لپاره نه، بلکې د ځانګړو اشخاصو جنایتونو ته د مشروعیت کولو په موخه رامنځته شول، هغه اشخاص چې د دې ګوندونو مشري یې په غاړه وه او ځانونه یې د کړېدلي افغان ولس مشران بلل.
د همدې واقعیت پر بنسټ، د جمهوریت په وخت کې لسګونه ګوندونه او حرکتونه فعال وو؛ دې سیاسي جوړښتونو به ډېری وخت له خپلو نومونو سره د اسلامي او ملي په څېر وروستاړي کارول، تر څو د خپلو جرمونو او جنایتونو لپاره یو غوره پوښښ جوړ کړي.
له دې بدنامو حزبونو څخه یو هم د عبدالرشید دوستم تر مشرۍ لاندې د جنبش ګوند دی؛ هغه ګوند چې د کورنیو ورانوونکو جګړو اوږده او درنه مخینه لري. دا ګوند په ۱۳۷۱ لمریز کال کې هغه مهال جوړ شو چې دوستم خپله پخوانۍ څېره بدله کړه او له یوه کمونیست او د سرو لښکرو له اجیر څخه د جهادي ډلو په همکار او هېوادپال(!) شخص بدل شو.
که څه هم د نوي نظام تر رامنځته کېدو وروسته، هغه ټول ګوندونه او حرکتونه چې افغانستان ته یې له بدمرغۍ پرته بل څه نه وو پرې ایښي، لغوه اعلان شول، خو د پرځېدلي جمهوریت یو شمېر بدنامې څېرې له هېواد څخه بهر د د دې ګوندونو د فعالیتونو د دوام ادعاوې کوي. دا په داسې حال کې چې یادو ګوندونو د جمهوریت پر مهال هم پراخ ولسي ملاتړ نه درلوده، اوس یې تر شا محدود شمېر افراد هم نه لیدل کېږي.
د یادونې وړ ده چې د دې ګوندونو د مشرانو ترمنځ ژور او نه ختمېدونکي اختلافات، له افغانستان څخه تر سپکوونکې تېښتې وروسته هم دوام لري. تر څلورو کلونو ډېر وخت تېر شوی، خو نه یوازې دا چې دغه ډلې ونه توانېدې یو بل ته نږدې شي، بلکې اوس یې د داخلي وېش او انشعاب بهیر هم پیل شوی دی.
د جمعیت ګوند او د تش په نوم مقاومت جبهې له داخلي اختلافاتو وروسته، اوس داسې ښکاري چې د جنبش ګوند نوبت رسېدلی چې د انشعاب له ورته ناورین سره مخ شي. څه موده وړاندې نظام الدین قیصاري ځان د جنبش ګوند مشر وباله او د دوستم پر وړاندې یې دریځ ونیو، خو تازه خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې یو شمېر تښتېدلي کسان د قیصاري ترڅنګ راټول شوي، هغه ستایي، چپنه ور اغوندي او د جنبش مشر یې بولي.
دا ویډیو ځکه د پام وړ وګرځېده چې د قیصاري ترڅنګ هغه څېرې ښکاري، کومو چې ځانونه له جنبش سره تړلي بللي او په ښکاره ډول قیصاري د ګوند د مشر په توګه ټاکي. دا اقدام په څرګند ډول د جنبش ګوند له دوه ټوټې کېدو څخه پرده پورته کوي او دا حقیقت څرګندوي چې اوس هغه لږ شمېر کسان هم چې ځانونه د جنبش اړوند بولي، نور د دوستم په مشرۍ باور نه لري او نه غواړي د هغه تر امر لاندې پاتې شي.
په ایران کې د مېشتو یو شمېر تښتېدلو افغانانو له لوري د جنبش ګوند د مشر په توګه د نظام الدین قیصاري ټاکنه یو ځل بیا څرګندوي، هغه ګوندونه چې یو وخت یې د ولس د استازیتوب او د خلکو د حقونو د دفاع شعارونه ورکول، نن په تشو نومونو او د شخصي سیالیو په ډګرونو بدل شوي دي.
که څه هم دا ټاکنه په ظاهره د مشرتابه بدلون ښکاري، خو په حقیقت کې د مشروعیت د نړېدو او د ګوندي جوړښت د ژورې ماتې څرګنده نښه ده؛ هغه جوړښت چې کلونه وړاندې د افغانستان د واقعي سیاست له صحنې وتلی و.
دا ډول صحنه سازي تر دې چې د یوه ګوند د بیا را ژوندي کېدو نښه وي، تر ډېره د یوه خیالي او بې اثره ګوند پر سر د داخلي شخړو انځور وړاندې کوي؛ هغه ګوند چې له څلورو کلونو راهیسې نه د سیاست په ډګر کې فعال حضور لري او نه یې په جدي سیاسي ناستو کې نوم اخیستل کېږي.
د دې ادعاوو په اړه د عبدالرشید دوستم چوپتیا، دغه ابهام او پاشلتیا لا پسې زیاتوي او ښيي چې د هغو لږو کسانو ترمنځ هم چې ځانونه په جنبش پورې تړلي ګڼي، باور، یووالی او ګډ دریځ نه دی پاتې.
په پای کې باید ووایو، هغه څه چې نن د مشرتابه د ټاکنې، داخلي اختلافاتو او رسنیزو نمایشاتو په توګه، په جنبش پګوند کې روان دي، نه کوم نوی سیاسي بدلون رامنځته کوي او نه دې ګوند ته تر پخوا ډېر ارزښت وربښي؛ بلکې دا د هغو ستړو، بې ریښې او بې باوره ګوندونو د زوال دوام دی چې له پیله د اشخاصو او شخصي ګټو پر بنسټ ولاړ وو.
د جنبش ګوند اوسنی وضعیت په ډاګه کوي، هغه سیاسي جریانونه چې له پیل څخه ولسي ملاتړ او واقعي مشروعیت نلري، خامخا به د اختلاف او انشعاب ښکار او د افغانستان د سیاست په څنډه کې د بې اغېزې نومونو په توګه پاتې کېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


