له هغه وخت راهیسې چې په افغانستان کې اسلامي نظام واک ته ورسېد او د اجیر حکومت ټغر ټول شو، ځینو ګاونډیو هېوادونو چې خپلې ګټې یې د افغانستان په ګډوډۍ او کمزورۍ کې لیدلې، هڅه وکړه چې له بېلابېلو لارو څخه پر سرپرست حکومت فشار راوړي. د دې فشار تر ټولو ښکاره بېلګه د افغان کډوالو ظالمانه او ډله ییز ایستل وو.
تېر کال پاکستان په ډېر بې رحمانه، له تهدید او سپکاوي په ډک چلند سره سلګونه زره افغان کډوال وشړل. سږ کال بیا ایران هم همدغه ظالمانه سیاست خپل کړی او تازه یې د کډوالو د جبري ایستلو یوه بله څپه پیل کړې ده.
د دې ټولو ظلمونو په وړاندې، د افغانستان سرپرست حکومت د یوه مهربانه پلار په څېر په خلاصه غېږه، خپل هېواد ته د راستنو شویو کډوالو هرکلی کړی دی. افغان حکومت هڅه کړې چې د هغوی د بې ځایه کېدو او غربت زخم ته پټۍ شي؛ د لنډمهاله سرپناه له برابرولو، د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته تر رسیدګۍ او په ډيپلوماټیک ډګر کې د دې ناعدلانه کړنې د بندولو تر جدي هڅو پورې، له خپلو مظلومو راستنو شویو هېوادوالو سره ولاړ دی.
په کور دننه هم د راستنېدونکو کډوالو لپاره د هستوګنې د ښارګوټو جوړولو، لېږد، هستوګنې او د ژوند د اړتیا وړ اسانتیاوو برابرولو لپاره چټکې هڅې روانې دي. د رئیس الوزرا په ګډون، د حکومت لوړپوړو چارواکو له ټولو هغو هېوادونو چې لا هم افغان کډوال پکې هستوګن دي، غوښتنه کړې چې که د ایستلو پرېکړه کوي، دا کار دې د انساني کرامت، آرامۍ او اسلامي اخلاقو له مخې ترسره کړي.
خو ځینې مغرض کسان او د ملت د یووالي دښمنان چې خپلې شخصي ګټې په تفرقه، نفاق او د هېواد په بدنامۍ کې ویني، هڅه کوي چې بې بنسټه تورونه، دروغ او شایعات خپاره کړي. هغوی داسې آوازې خپروي چې ګواکې د ایران او پاکستان له مهاجرینو سره د چلند په برخه کې حکومت توپیریز چلند کوي. په دې سره غواړي چې د قومونو ترمنځ نفرت او د حکومت پر وړاندې بې باوري زیاته کړي.
خو د افغانستان هوښیار او شریف ملت ښه پوهېږي چې دا ډول تورونه او تبلیغات، حقایق نه شي پټولی، د ملي یووالي دښمنان لا زیات رسوا کوي. هغوی چې نن سبا په هر کونج کې د بې اتفاقۍ سریندې وایي، نه د دې ملت خواخوږي دي، نه د کډوالو په غم او درد کې شریکان دي او نه هم وو.
دا هماغه جلادان دي چې د خلکو له کړاو او بې وسۍ څخه سیاسي ګټه اخلي، د هېواد عزت، یووالی او اقتدار د خپلو شخصي ګټو لپاره معامله کوي.
افغان ملت له دې ټولو ستونزو سره، سره لا هم بیدار، یو موټی او متحد پاتې دی. خلک پوهېږي چې د داسې ستونزمنو شرایطو پر وړاندې تر ټولو قوي وسله یووالی، صبر او یو بل ته لاس ورکول دي. همدا همغږي ده چې د ملي یووالي دښمنان به ناکام، رسوا او ذلیل کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.