Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له رسنیو تېښته؛ ایا د شر او فساد ډله بې ځوابه ده!؟
    لیکني

    له رسنیو تېښته؛ ایا د شر او فساد ډله بې ځوابه ده!؟

    صابر افغانصابر افغان21 دسمبر 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د شر او فساد مقاومت په نوم جبهې پر داخلي کشکمش او کاواکه حالت سربېره، پر ټولنیزو رسنیو د دې جبهې پلویانو او ملاتړو د خپلو مشرانو په مستقیمه لارښوونه، د یو شمېر هغو خبریالانو او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو پر ضد کمپاین پیل کړی، چې یا خو د دوی خپل منځي اختلافات رسنیز کوي او یا هم داسې مسائل مطرح کوي، چې د شر او فساد جبهې په نوم د دوی د کورنیو او خپلوانو تجارت ننګوي.

    پر ټولنیزو رسنیو د دې جبهې پلویانو او ملاتړو په تازه اقدام کې د «مختار لښکري» په نوم یو خبریال تورن کړی، چې پر دوی یې فشار اچولی، تر څو د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود مرکې ته حاضر کړي، خو د دوی په خبره، مسعود له دې کاره انکار کوي. دوی په دغه تبلیغاتي کمپاین کې د یادي جبهې عادي غړو او پلویانو ته ګواښ کړی، چې په هیڅ صورت دې مختار لښکري سره مرکې ته نه حاضرېږي.

    د مقاومت په نوم بې وطنه او بهر مېشتې جبهه له سخت متزلزل او اضطرابي حالت سره مخ ده؛ دغه حالت څو دلایل لري، لومړی خو دا چې د دې جبهې مشرانو په پیل کې هڅه کوله، چې له پلرونو په میراث ورپاتې دغه کاروبار کې به دوی هم ګټه وکړي، خلکو ته به په یوه او بل نوم دوکه ورکړي او بالاخره به له دې لارې وکولی شي چې افغانستان د خپلو لوبو په ډګر بدل کړي، خو نه یواځې دا چې د دوی دا تجارت ونه چلېده، بلکې دننه له سخت انشعاب او پاشلتیا سره مخ دي. دغه اختلافاتو، کاواکه او مضطرب حالت دومره له پښو غورځولي، چې آن د مختار لښکري په څېر د یو عادي خبریال پوښتنو ته د ځواب ویلو جوګه هم نه دي.

    له بلې خوا د رسنیو په ګډون، عام خلک هم د دوی کړنو ته متوجه دي، چې دوی په تېرو دریو کلونو کې څه وکړل؟ د دې جبهې چې په رأس کې یې د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود دی، یواځې یې خپل ترونه، ماماګان، خپلوان او د تېر جمعیت ګوند لږ کسان پر ځان ور ټول کړي دي، په فرانسه او تاجکستان کې مېشت دي، هلته د کوربه هېوادونو او نورو بهرنیو استخباراتو په ملاتړ یې په ټولنیزو رسنیو کې تېر درې کاله د طالبانو خلاف مجازي مبارزه پیل کړې او له خلکو غواړي چې ملتیا یې وکړي، ترڅو وکولی شي، په افغانستان کې غربي ډیموکراسي بیا راولي او هر څه د اروپا او غرب په څېر ترویج کړي.

    دوی نه یواځې دا چې په دې موده کې د ځان پلویان پیدا نه شو کړای، بلکې هغه شته کسان یې هم ورځ تر بلې له لاسه وځي او خپلو ځانونو ته په بېلابېلو نومونو جبهې اعلانوي، کله ترې د پراخو مالي فسادونو راپورونه خپاره شي، کله ترې د فحاشیو، شرابو څښلو، درغلیو او نورو ګڼو اخلاقي او ټولنیزو رزایلو خبرونه را اوچت شي. جالبه دا ده چې دا معلومات یې هم بیا خپل کسان او ملاتړي په ډاګه کړي او پر یو او بل سل او زر تورونه لګوي. همدا علت دی چې د یادي جبهې مشران نه غواړي او نه کولی شي چې د دوی د دغه تجارت او کاروبار په اړه له شته لسګونه او سلګونه پوښتنو څخه آن یو څو ته یې هم ځواب ووايي.

    دوی پر دې وېرېږي، چې په همدې «کاکتوس» او نورو خپرونو کې یې ګڼ رازونه افشا شول، شته درزونه او اختلافات یې خلکو ته لا واضح شول او که همداسې نور هم مخکې لاړ شي، نو شته تجارت به یې په ټپه ودرېږي او ښايي کوربه هېوادونه یې هم راوشړي. نو ځکه یې له یوې خوا مشران دا ډول مرکو ته نه حاضرېږي، بلکې خپل پلویان، غړي او ملاتړي هم ګواښي چې نور یې دغه شړېدلې جبهه په مرکو کې لا پسې رسوا نه کړي.

    بله مهمه نقطه دا ده، چې دوی اکثراً پر طالبانو نیوکه کوي، چې ګواکې د بیان ازادي یې محدوده کړې او دوی بیا د بیان ازادۍ ته ژمن دي؛ خو مرکو ته نه حاضرېدل یې څه ډول ژمنتیا ده؟ په داسې حال کې چې له همدې خبریال سره د طالبانو پر ویاندویانو سربېره، عادي افرادو هم مرکې کړي او کوي یې، خو یوه ورځ یې هم چا مخنیوی و نه کړ.

    د پایلې په توګه، د مقاومت او په نورو نومونو ټولې بهر مېشتې او بې وطنه جبهې له مطلقې پاشلتیا سره مخ دي، د افغانانو په وینو او سرونو روان کړی تجارت یې په شدت سره د صفر خواته روان دی، دې حالت دوی متزلزل کړي، کاواکه او بې واکه کړي یې دي او لار یې ترې ورکه کړې، نو ځکه خو اوس کله په خپلو کې لاس او ګرېوان وي، کله له رسنیو سره او کله بیا له نورو سره لاس او ګرېوان وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهجرمني کې يوې عربۍ مېرمنې د کرېسمس د پېر او پلور بازار پر لسګونه خلکو موټر خېژولی
    راتلونکي مقاله د پاکستان طالبانو غورځنګ د خپل يوه مشر د شهادت په غچ کې ۳۵ پاکستاني عسکر وژلي

    مربوطه لیکنې

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 24 جون 2025

    پر اسرائیلي رژیم د ایران وروستي برید ته د ټرمپ غبرګون؛ هیله کوم اوربند مه نقضوئ

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سه‌شنبه (د چنګاښ درېیمه) پر صهیونیستي اسرائیلو د ایران…

    پر اسرائیلو د ايران تازه توغنديز بريدونه د روانې جګړې تر ټولو خونړي بريدونه بلل کېږي

    24 جون 2025

    د ایران او روسیې د دفاع وزیرانو ټلیفوني خبرې؛ مسکو له تهرانه بشپړ ملاتړ اعلان کړ

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پر اسرائیلي رژیم د ایران وروستي برید ته د ټرمپ غبرګون؛ هیله کوم اوربند مه نقضوئ

    24 جون 2025

    پر اسرائیلو د ايران تازه توغنديز بريدونه د روانې جګړې تر ټولو خونړي بريدونه بلل کېږي

    24 جون 2025

    د ایران او روسیې د دفاع وزیرانو ټلیفوني خبرې؛ مسکو له تهرانه بشپړ ملاتړ اعلان کړ

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.