Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»له عطا محمد نور وروسته عزيز بارز؛ امرالله صالح د مقاومت شوری د لفظي بريدونو او نیوکو په نښان کې!
    راز

    له عطا محمد نور وروسته عزيز بارز؛ امرالله صالح د مقاومت شوری د لفظي بريدونو او نیوکو په نښان کې!

    صابر افغانصابر افغان22 دسمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    څه موده وړاندې هندوکش‌غږ د خپلو سرچينو له لارې د بهر مېشتو فراري سياسيونو د مجازي، يا تش په نوم ملي مقاومت شوری د رهبرۍ غړي عطا محمد نور هغه صوتي کليپونه نشر کړل، چې په ښکاره ډول يې د تيرې ادارې د ارګ معاون او له احمد مسعود څخه د بېلېدونکې نوې جبهې مشر امرالله صالح تر لفظي بريد لاندې راوستی و او سخت تمسخر يې ورباندې کړی و؛ دلته يې کتلی شئ:(https://x.com/Hindukush_0/status/1865388458803442165?t=O2eJ25JQMZanRMbJoNNcmA&s=19).

    که څه هم د امرالله صالح او مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود په وړاندې د عطامحمد نور د تېزو او تمسخر آمېزه نيوکو دا لومړی ځل نه ؤ، خو دا ځل د امرالله صالح او احمد مسعود د پلويانو لخوا په ټولنيزو رسنيو کې په پراخه توګه و رټل شو او هغه يې د يو خائن په توګه معرفي کړ.

    تازه يو ځل بيا د ملي مقاومت په نوم د مجازي شوری د بهرنيو اړيکو د کميټې مسؤل ډاکتر عزيز بارز چې په لندن ښار کې مېشت دی؛ د امرالله صالح په اړه له کينې او تمسخر ډکې څرګندونې کړې دي. ډاکتر عزيز بارز پر خپله رسمي صفحه د نجيب ننګيال پر هغه پرانيستي ليک تبصره کړې، کوم چې امريکا ته يې د امرالله صالح د سفر په اړه پر خپله ايکس پاڼه خپور کړی و.

    بارز لیکلي: د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې چې کله جمهوريت سقوط وکړ، نو د جمهوري رياست لومړي معاونيت او دې ته ورته نور سمتونه هم له عملياتي او حقوقي اړخه لغوه دي او امرالله صالح بايد په هېڅ صورت کې ځان د جمهوري رياست د لومړي معاون يا د پرځېدلي حکومت د استازي په توګه معرفي نه کړي.

    نوموړي د امرالله صالح خرابې سياسي سابقې ته په اشارې لیکلي، چې د امرالله صالح سياسي او ملي استقلال د اعتماد وړ نه دی او له دې بايد سترګې پټي نه شي. همدارنګه نوموړی په خپله تبصره کې نجيب ننګيال يو چاپلوس بولي او د چاپلوسۍ لپاره امرالله صالح ته د جمهوري رياست لومړی معاون وايي؛ بارز زیاته کړې، چې د امرالله کارنامې د دې هر څه خلاف دي او د جمهوريت په سقوط کې دوهم ستر نقش لرونکی شخص دی چې نه يې تر اوسه له خلکو څخه بښنه غوښتې او نه يې په دې اړه څرګندونه کړې ده.

    پوښتنه دا ده چې ولې مقاومت شوری له مختلفو ادرسونو او اسلوبونو څخه په استفادې کله د عطامحمد نور او عبدالرشيد دوستم په توسط مقاومت جبهه تر خپل لفظي بمبارد لاندې راولي، کله هم د عزيز بارز او عطا محمد نور په توسط امرالله صالح نقدوي او تمسخر پرې کوي، کله د يونس قانوني او اسماعيل خان په توسط حنیف اتمر ښکنځي، شيطان يې بولي او د انګلستان جاسوس ورته وايي، کله د محقق او دوستم په توسط سميع سادات او متحده جبهه رټي او کله نور سياسي جريانونه او شخصيتونه؟

    مقاومت شوری د نورو احزابو او جريانونو په اړه کوم سیاست او موخې لري؟

    ځواب يې واضح دی او هغه دا چې مقاومت شوری د افغانستان د سرنوشت په اړه له هر خارجي اړخ او استخباراتي سازمان سره د معاملې د اصلي محوريت حق ځان ته ورکوي او بل هيڅوک، حتی احمد مسعود هم د دې مستحق نه بولي چې د دوی له کنټرول وتلي فعاليتونه، ليدنې او تحرکات ترسره کړي، ځکه دوی ترې په وېره کې دي چې داسې نه په رشد او مخته تګ سره يې د دوی په وړاندې د بهرنیو هېوادونو لږ پاته توجه هم له منځه لاړه شي او په راتلونکي کې پېرودونکي له لاسه ورکړي، همدا لامل و چې مقاومت شوری د احمد مسعود د کنټرول لپاره په ځانګړي هدف، د نورو جريانونو د ورسره يو ځای کولو او تر اغېز لاندې راوستلو لپاره په عمومي هدف د ملي مجمع په نوم نوی ائتلاف رامنځ ته کړ، خو له هماغه پيل څخه يې پايې سستې شوې او د رحمت الله نبيل له بيرته پرېکون او د موجوديت په اعلان کې د احمد مسعود او د هغه د ټيم له جلا والي سره مخ شو.

    مخکینۍ مقالهيونان کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې اته افغان کډوال مړه شوي
    راتلونکي مقاله د امريکا پوځ په تېروتنه کې خپله ايف‌ ۱۸ جنګي جيټ‌ الوتکه ويشتلې ده

    مربوطه لیکنې

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    3 جون 2025

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.