Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له فساد او خیانت تر تېښتې؛ د پرځېدلي جمهوریت د مشرانو تور تاریخ
    لیکني

    له فساد او خیانت تر تېښتې؛ د پرځېدلي جمهوریت د مشرانو تور تاریخ

    صابر افغانصابر افغان31 اگست 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د زمري په ۲۴مه نېټه، افغانستان د یوه تاریخي تحول شاهد و، هغه مهال د جمهوریت وروستۍ ستنې هم ونړېدلې او اوسني حاکم حکومت کابل هم تر خپل کنټرول لاندې راوستی. د دې ستر تحول په پایله کې، د جمهوریت پخواني چارواکي، سیاسي څهرې او نظامي مشران په بېلابېلو لارو له هېواده وتښتېدل، چې دا تېښتې یې د اسد له ۲۴مې پیل، بیا د سنبلې پر ۹مه په کابل هوايي ډګر کې پای ته ورسېدلې. د پرځېدلي جمهوریت چارواکو دا تېښته د ځان ژغورنې لپاره توجیه کوله، خو په تاریخ کې د دوی دا کار د وطن‌پلورنې، خیانت او له خپلو جنایاتو څخه د تېښتې په نوم ثبتوي.

    په مختلفو سیمو کې له تکتيکي شاتګ وروسته، د اشرف غني تېښته د جمهوریت د پای پیل و، هغه د زمري په ۲۴مه له څو نږدې کسانو سره یوځای، له هېواده وتښتېد او د واک خلاء یې رامنځ ته کړه. راپورونه ښيي چې نوموړی د چورلکو له لارې لومړی تاجکستان او بیا اماراتو ته وتښتېد. په غني پورې یوازې د تېښتې نه، بلکې د میلیونونو ډالرو د انتقال تورونه هم پوري شوي. د غني تېښته د جمهوري نظام رهبرۍ ته د فرار مستقیمه انګېزه وه، چې له کبله یې د نظام سقوط ګړندی شو.

    د هوایي ځواک پيلوټان، تخنیک‌کاران او افسران چې د پرځېدلي جمهوریت تر ټولو مهمې دفاعي وسیلې یې پر مخ وړلې، د جمهوریت له پرځېدو سره سم وتښتېدل. د راپورونو له مخې، له ۴۰ زیاتې چورلکې او الوتکې یې ازبکستان ته وتښتولې، چې له ځان سره یې ګڼ شمېر نظامیان هم انتقال کړل. دغه الوتکې وروسته د امریکا او ازبکستان لاس ته ورغلې. د الوتکو دومره زیات شمېر تښتونې له ملي شتمنیو سره د افغان خائنینو هغه نه هېرېدونکی خیانت و، چې هیڅ کله به د ملت له حافظې ړنګ نه شي.

    د پرځېدلي جمهوریت د تېښتو په لړۍ کې د زمري له ۲۴مې یو شمېر سیاسیونو او تش په نوم مشرانو له هېواده فرار ته مخه کړې وه، هغوی چې د جګړې غږ یې اوچت کړی و او نور یې تشویقول چې د سولې او تفاهم پر ځای جګړه وکړي، خپل پلویان یې هېر او د حیرتان بندر له لارې ازبکستان ته وتښتېدل؛ عبدالرشید دوستم او عطاء محمد نور چالان زغروال موټر پرېښودل او د څو موټر‌سایکل سپرو له وېرې یې تېښته وکړله. همدې چارواکو شل کاله ځانونو ته مختلف لقبونه او سترې رتبې ورکړې وې، کله چې عملي ډګر ته ووتل، د جګړې توان یې نه درلوده او بالاخره ټول شمالي ولایتونه یې خپلو مخالفینو(طالبانو) ته پرېښودل.

    له نظامي چارواکو سره، سره سیاسي مشران هم د زمري له ۲۴مې څو ورځې وړاندې د وضعیت په درک کولو له هېواده ووتل، لکه صلاح‌الدین رباني، محمد محقق، یونس قانوني، محمد کریم خلیلي او ضیا مسعود چې د جمهوریت له پرځېدو وړاندې یې ځانونه د اسلام‌آباد غېږې ته ورسول. ځینې سیاسي مشران او چارواکي چې د والیانو، وزیرانو، لوی ریاستونو د رئیسانو په کچه وو، یا هم پر نورو سیاسي پوسټونو ګمارل شوي وو، د سنبلې تر ۹مې یې کابل هوايي ډګر ته ځان رساوه او تر هر چا لومړی یې هڅه کوله چې په امریکايي الوتکو کې انتقال شي. امرالله صالح، احمد مسعود او ځینې نور چارواکي بیا پنجشېر ته د مقاومت په نوم وتښتېدل، خو له لږ مقاومت وروسته تاجکستان ته وتښتېدل. دوی ځانونه د مقاومت سمبولونه معرفي کول، خو په عمل کې یې هېڅ و نه شو کړای؛ د تېښتې دې لړۍ د جمهوریت پر ټولو هغه سیاسي مشرانو او چارواکو جدي پوښتنې راولاړې کړې، چې ځانونه یې د ولس استازي معرفي کول.

    دا چې دا کسان ولې دومره په بېړه وتښتېدل؟ یوازې یو دلیل لري، هغه دا چې دوی د خپلو جنایاتو، فساد، بې‌عدالتۍ او خیانتونو له کبله د ملت له قضاوت او ملت ته له حساب ورکونې څخه وېره لرله. د تښتېدلو چارواکو ډېری یې د داسې دوسیو عاملین وو چې د فساد، قومي تفرقې، غلا، وژنو او شکنجو تورونه پرې لګېدلي وو. د پخوانیو چارواکو تېښته نه یوازې یو فزیکي فرار و، بلکې له تاریخ، مسؤلیت، عدالت او قضاوت څخه تېښته وه، مګر د دوی خیانتونه، تورې څهرې او منفوري کړنې به نه تاریخ او نه افغان ملت له خپلې حافظې وباسي.

    د جمهوریت د سقوط تر شا بېلابېل عوامل موجود وو، خو د جمهوري رژیم د مشرانو تېښته د دې رژیم د سقوط تر ټولو مهم عامل بللی شو. دا کسان چې ځانونه یې د وطن مشران، اصلاح‌طلبان او تکنوکراتان معرفي کول، په سختو شېبو کې یې ملت یوازې پرېښود. دوی له ملت، نظام او خپل مسؤلیت سره خیانت وکړ. که څه هم نن هغوی له هېواد بهر په ارامه ژوند کوي، خو تاریخ به هېڅکله دوی د ترسره کړو جنایتونو له کبله ونه بښي او نه به یې هېر کړي. افغان ملت ته دا پیغام پاتې شو چې حقیقي وفاداري عمل غواړي، نه شعار.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد شانګهای همکاریو سازمان سرمنشي نورلان یرمیکبایف: افغانستان به د شانګهای همکاريو سازمان د راتلونکې ناستې د اجنډا په سر کې وي
    راتلونکي مقاله د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد: افغانستان کې طالبانو داعش ډله وځپله؛ خو اوس پاکستان کې د پټنځايونو په درلودلو سره نړۍ ته ګواښ پېښوي

    مربوطه لیکنې

    د سنبلې نهمه؛ ملت ته د ویاړ او پخوانیو چارواکو ته د عار ورځ

    31 اگست 2025

    له هېواده د تېرو چارواکو تېښته او د دغه ‎فرهنګ په ترویج کې د دوی رول

    31 اگست 2025

    له هېواده د تېرو چارواکو تېښته او د دغه ‎فرهنګ په ترویج کې د دوی رول

    31 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 6 سپتمبر 2025

    د خيريه بنسټونو د مرستو د وېش پر مهال د مېرمنو انځور اخيستل منع شول

    د ننګرهار عدلیې ریاست په يوه خبرتيا کې ټولو خیریه بنسټونو ته جدي سپارښتنه کړې،…

    د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر محتسبينو د پير ابراهيم ګيلاني ډله نیولې ده

    6 سپتمبر 2025

    د امریکا دفاع وزارت نوم د جګړې وزارت ته بدل شو

    6 سپتمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د خيريه بنسټونو د مرستو د وېش پر مهال د مېرمنو انځور اخيستل منع شول

    6 سپتمبر 2025

    د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر محتسبينو د پير ابراهيم ګيلاني ډله نیولې ده

    6 سپتمبر 2025

    د امریکا دفاع وزارت نوم د جګړې وزارت ته بدل شو

    6 سپتمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،017 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،960 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،990 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.