Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له قربانۍ تر ازادۍ
    لیکني

    له قربانۍ تر ازادۍ

    صابر افغانصابر افغان15 فبروري 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    وحیدالدین حیدر

    د سلواغې شپږ ویشتمه زموږ هغه پرتمینه ورځ ده چې خدای جل جلاله یې راباندې خاص احسان کړی، روسانو او د هغوی غلامانو په لویه سر وژل کول، نه یې د ماشوم مخ لیده نه یې د سپین ږیري مسلمان له سپین ږیرې حیا ورتلله او نه یې هم د افغانې مور پړوني ته درناوی لاره.د دوی په لاس کې هغه بې دینه توره ځلېدله چې نښه یې دیندار ول او همدا چاړه به یې د دیندارو پر مظلومو مریو پڅوله.د درویش دراني صاحب خبره نه د ماشوم مخ ګوري نه د شالیلا اوربلپاڅېږه دروېشه دا بې دینه توره ماته کړهخلقیانو او روسانو له افغانستان څخه د شولو پخولو بټ جوړ کړی و، یوازې یې د مسلمانانو جسدونه پرې ټڅول.د ١٤٠٢ کال د سلواغې په دوه ویشتمې نيټې رسنیو هغه بوږنونکي تصویرونه خپارل کړل چې ١٣٥٨ کال پورې یې تړاو درلود.یاد تصویرونه د هغو شهیدو ماشومانو، تورسرو، ځوانانو او سپین ږیرو ول چې خلقي دور کې د خوست په ولایت کې په ډېري بې دردۍ ښايي ژوندي په ځمکه ښخ شوي وي، ځکه کمونستانو نه عقل لاره، نه یې شعور درلود او نه په کې د افغاني غرور نمونه وه، هغوی کندې ايستلې بیا یې ژوندي انسانان پکې وغورځول او په بلدوزرانو به یې پرې خاورې اړولې.د خوست په ولایت کې د شیخ زاید پوهنتون په انګړ کې د ډليیز قبر راوتل د تعجب خبره نه ده، نه هم دا لومړۍ پېښه ده چې د ماشومانو، ښځو او نارینه جامې او چپلکې، څپلۍ او بوټونه پکې راوځي.د خلقي دور یو جنرال د کابل شپې تر عنوان لاندې کتاب لیکلی، ټولې هغه پېښې یې مستندې را اخیستي چې د روسانو تر سیوري لاندې کمونيستانو کړي دي.ټول هغه جدولونه او مکتوبونه د سند په ډول راوړي چې په پولیګونونو کې یې د زندانیانو شهرت او پکې د جرم نوع لیکل شوي وو.جالبه خو داده چې د هغوی په لیستونو کې د زندانیانو لپاره دوه جرمونه لیکل شوي وو او د دغو دوو جرمونو مرتکبینو ته د مرګ سزا ورکول کېده. ١ – اشرار٢ – فیوډالاشرار ټول رښتیني مسلمانان وو، چې د اسلام مبارک دین یې مانه او پیروي یې ورته کوله، خلقي نظام یو عقیدوي اداره لرله چې هغوی ورته پیش اهنګران ویل. د دې ادارې دنده وه چې د لینن لپاره خلک عبادت ته راوبلي.په ښوونځیو کې به خلقي ښوونکو زده کوونکي له لمانځه منع کول او آن د دهریت د خپرېدو درس به یې ورکاوه. ځینو استادانو به ویل چې څوک پینځه ګوني ونلري باید عبادت یې ونشي نعوذب الله منها، د دوی اشاره دلته د بې خدا عقیدې ته کار وو او ترڅنګ یې لینن ته لابي وه چې د خدای جل جلاله په ځای باید لینن ته درناوی وشي، دغې ادارې کار دینداره او عقیدوي خلک په نښه کول وو.په لمونځ نیول شوي خلک خاد نیول او پولیګونونو ته به یې سپارل چې دا مو مستند نیولی یعنې په لمانځه مو نیولی.د خلکو کورونه، مالونه، سرونه او عزتونه نه وو خوندي، چې د چا سر نه وي خوندي مالونه او کورونو خو غیر له هغې دوی ته چندان قیمت نه درلود.دغو شکنجو، زندانانو او د خلکو ژوند د خاورې کولو بربریت دوام ونکړ، د خلکو د صبر کاسه ورته تمامه شوه، د تکبیر په نارو د دوی د زوال پېلامه وشوه، څنګه چې د خدای جل جلاله قول دی :وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا ﴿۸۱﴾اسراءحق راتلونکی دی او باطل په ټولېدو دی، همداسې وشول څنګه چې ستر پیغمبر صلی علیه وسلم ته الله تعالی جل جلاله د حدیبیې تړون وروسته د فتحې زیری ورکړ، نو د کمونيستانو او د دوی د بادارانو وحشت پر ضد قیام هم موږ ته د هماغه زیري تسلسل وو چې عبارت دی له (إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا ﴿۱﴾)سوره فتحافغان متدین ولس خپله توره، ګټلی ټوپک، لُوْر او تبَر را واخیست، هغه ابر قدرت یې د عاقبت په کنده کې د تل لپاره ښخ کړ چې دوی هغه مظلوم مسلمانان ژوندي ښخول.د ستر رب جل جلاله د هغو لوريینو کړکۍ هم پرانیستل شوه چې هغه په بني اسرائیلو وکړه او هغوی ته یې وویل(وَإِذۡ نَجَّيۡنَٰكُم مِّنۡ ءَالِ فِرۡعَوۡنَ يَسُومُونَكُمۡ سُوٓءَ ٱلۡعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبۡنَآءَكُمۡ وَيَسۡتَحۡيُونَ نِسَآءَكُمۡۚ وَفِي ذَٰلِكُم بَلَآءٞ مِّن رَّبِّكُمۡ عَظِيمٞ)هغه ورځې را یادې کړﺉ چې فرعونیانو تاسې په شکنجو او ربړولو عذابولئ، ستاسې بچي یې حلالول ستاسې ښځې یې اسیرانې ګرځولې.زموږ پر اسمان هم همداسې لورېينه وشوه، د سره فرعونیانو نه یې نجات راکړ، فرعونیان له خپل زور او ځواک سره غرق شول او خدای تعالی جل جلاله یې زور اوبه کړ، افغانستان د انګریزانو له لویو یرغلونو وروسته د روسانو امپراطوري هم دلته ښخه کړه.او افغانستان په دې ترتیب د امپراطوریو هدیره شوه .د شهيدانو ارواوي ښادې او ارمانونه یې تاند.

    مخکینۍ مقالهد دلوې ۲۶مه له شوروي اشغال څخه د آزادۍ ورځ
    راتلونکي مقاله د اسلام پر وړاندې د کمونېزم ماته

    مربوطه لیکنې

    د افغان اوپوزیسیون پټه خو دوامداره ماتې او له مخالفو ډلو د خلکو کرکه

    30 جون 2025

    د اهل تشیع د عاشورا مراسمو امنیت ته د حکومت ژمنتیا

    29 جون 2025

    له پاریس تر پنجشیره؛ فرانسه ولې لا هم د مسعود د کورنۍ ملاتړ کوي؟

    29 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 1 جولای 2025

    امریکا پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کړل

    د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجرائیوي فرمان…

    ملي دفاع وزارت: د ٢٠١ خالد بن ولید قول اردو منسوبینو د عملیاتو پرمهال ۶۰ میله سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه کړي

    1 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشرۍ اذربایجان ته په سفر ولاړ

    1 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امریکا پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کړل

    1 جولای 2025

    ملي دفاع وزارت: د ٢٠١ خالد بن ولید قول اردو منسوبینو د عملیاتو پرمهال ۶۰ میله سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه کړي

    1 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشرۍ اذربایجان ته په سفر ولاړ

    1 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،973 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،909 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،902 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.