لال جومات د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ګوتو په شمېر او یا هم که ووايو یوازینو هغو اسلامي مراکزو څخه دی، چې پاکستاني پوځ او حکومتونه یې وخت ناوخته چلېنج کړي، حکومتونو او پوځ ورسره دښمنۍ پاللي او آن تر دې چې هلته یې د سلګونه محصلینونو او طالب العلمانو وینې تویې کړې دي. له دغه ستر اسلامي مرکز سره د پاکستاني حکومتونو او پوځ یوازینۍ ستونزه د اسلام او اسلامي شریعت د تطبیق پرسر وه/ ده، خو دوی هر ځل هڅه کړې چې له دې اصلي علت څخه په بېلابېلو بهانو د خلکو پام نورو اړخونو ته واړوي.
د دغه جومات د جوړېدو ډبره د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۲م کال کې، کله چې د پاکستان پلازمېنه له کراچۍ څخه اسلام اباد ته لېږدول کېده، کېښودل شوه. په همدې وخت کې د پلازمېنې د انتقال لپاره د پاکستاني ادارو او وزارتونو لپاره په اسلام اباد کې نورې ودانۍ هم جوړې شوې. دا جومات د اسلام اباد په ډېره مرکزي سیمه کې جوړ شوی، چې ورسره څېرمه یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او شاوخوا یې د غربي هېوادونو سفارتونه او ډيپلوماټیکي استازولۍ هم دي. د دغه جومات دېوالونو سور رنګ درلود، چې له همدې کبله په «لال» مشهور شو، دا کلمه په فارسي او اردو کې د «سور» مانا لري.
دغه جومات د جوړېدو له پیله په پاکستان کې د مهمو حوادثو او تحولاتو شاهد و، چې ځینې یې له بده مرغه ډېر خونړي حوادث وو. د دغه جومات لومړنی امام مولوي عبدالله و، چې د مولانا محمد یوسف بنوري له خوا ورته وړاندیز شو. نوموړی هغه مهال ستر او مشهور دیني عالم و. هغه په لنډه موده کې دا جومات ډېر مشهور کړ، دومره شاګردان پرې رامات شول، چې مجبور شو نورې دیني مدرسې او مرکزونه هم ورته جوړ کړي، ترڅو دا شاګردان او طالب العلمان پکې وروزي. له دې ډلې یې نجونو ته هم د جامعة البنات حضرت حفصه رضياللهعنها په نوم ځانګړې دیني مدرسه جوړه کړه چې د شاګردانو شمېر یې تر شپږ زرو پورې رسېده.
په پاکستان کې له پېښېدونکو حوادثو سره هم مهاله د دغه جومات اغېز لا پسې ډېرېده، له همدې کبله د حکامو او پوځ توجه هم ورته ځانګړې شوه. د ذوالفقار علي بوټو په وخت کې پرې سخت محدودیتونه ولګېدل او د دغه جومات امام مولانا عبدالله د استخباراتي ادارو له لوري ونیول شو، خو د خلکو د پراخو لاریونونو په پایله کې بېرته خوشي شو. کله چې په ۱۹۷۷م کال کې په پاکستان کې پوځي کودتاه وشوه، پر دغه جومات لګېدلي محدودیتونه یو څه کم شول او مولانا په ځینو نورو ځایونو کې هم د دغه مرکز او جومات تر اغېز لاندې نورې دینې مدرسې او مرکزونه ورغول. دغه راز د هلال کمېټې مسؤلیت هم ور وسپارل شو، خو د بی نظیر بوټو د حکومت پر مهال پرې بیا سخت محدودیتونه ولګېدل. تر دې چې مولانا عبدالله د ۱۹۹۸م کال د اکټوبر پر ۱۷مه په یوه مرموز برید کې شهید کړل شو.
تر ده وروسته یې زوی مولانا عبدالعزیز د جومات مسؤلیت پر غاړه واخیست. د مولانا عبدالله پر شهادت سربېره، دغه جومات لا هم سخت پلویان درلودل. کله چې پاکستاني پوځ په وزیرستان کې د عملیاتو د پیل تابیا ونیول، ډېری پاکستاني علماء پر دغه جومات سره راټول شول او د دغه عملیاتو پر ضد یې فتوا صادر کړه. دغه علماوو د پاکستاني پوځ دا عملیات ناروا او د مسلمانانو پر ضد د جګړې اعلان وباله او زیاته یې کړه چې په دې جګړه کې وژل کېدونکي پاکستاني عسکر «هلاک» ګڼل کېږي، د جنازې لمونځ یې ناجایز دی.
په دې فتوا سره د لال جومات او پاکستاني پوځ او حکومت ترمنځ ټکرونو زور واخیست. حکومت پرې فشارونه ډېر کړل او دا جومات یې د دوی په وینا د ترهګرو خوندي مرکز یاد کړ، نو له همدې کبله یې د ړنګولو ګواښونه ډېر کړل. پیل یې د دغه جومات اړوند له دوه مدرسو جامعة فريديه او جامعة حفصه وکړ او پاکستاني حکومت ویل چې دا مدرسې د ښاروالۍ اړوند ځمکو کې ناقانونه جوړې شوي او باید ونړول شي. کله چې په لندن کې په مترو کې چاودنې وشوې، برېتانوي رسنیو ادعا وکړه، چې عاملین یې پاکستانیان دي او له برید وړاندې یې دغه هېواد ته سفر کړی و. پاکستاني پوځ او حکومت له دې پېښې ګټه واخیسته او د لال جومات اړوند دوه ښځينه مدرسو د تالاشي هڅه یې وکړه، خو د جامعه حفصه مدرسې ښځینه شاګردانو پاکستاني پولیسو ته د دې کار اجازه ورنه کړه، اخ و ډب رامنځ ته شو او څو شاګردانې زخمي هم شوې.
په ۲۰۰۷م کال کې ښاروالۍ له دې کبله د لال جومات او جامعةالبنات حفصه مدرسې د ړنګولو پرېکړه وکړه، چې ګواکې په حساسو ځایونو کې جوړ شوي او امنیتي ستونزې یې راولاړې کړي، خو د ښاروالۍ دا اقدام په پراخه کچه له سختو غبرګونونو سره مخ شو او هغه مهال د پاکستان د دیني چارو وزیر اعجازالحق اړ شو چې د دې کار مخه ونیسي. له دغه جومات سره د پاکستاني حکومت او پوځ دښمني هغه مهال لا ډېره شوه، چې د جومات مسؤلینو او علماوو په پاکستان کې د اسلامي شریعت د نفاذ، په ښار او واټونو کې د غیر اخلاقي عکسونو او پوسټرونو د لېرې کېدو، د نشهيي توکو د تولید د مرکزونو د بندېدو، د شرابو د پېر او پلور د مخنیوي او دغه راز د دوی پر وړاندې د حکومت د توطئیو د بندېدو غوښتنه وکړه. همدا راز یې خبرداری ورکړ چې که حکومت یې پر وړاندې اقدام وکړي، دوی به یې هم پر ضد استشهادي عملیات وکړي.
د لال جومات دا پرېکړه هغه مهال د پروېز مشرف دولت د خپل سیکولر نظام پر وړاندې ګواښ وباله او د دغه جومات او اړوند مدرسو پر وړاندې یې نظامي اقدام ته مخه کړه. لومړی یې د لال جومات شاوخوا نظامي پوستې جوړې کړې او بیا یې د جومات مجتمع محاصره کړه. د دې جومات دننه یې دوه زره شاګردان، ښوونکي او علماء دوه اونۍ محاصره کړي وو، د دوی په ډله کې ۱۵۰۰ ښځينه زدهکوونکې، ۲۰۰ ماشومان او ۱۰۰ نارینه زدهکوونکي او ښوونکي وو، پر دوی یې اوبه، برښنا، ډوډۍ او هر څه بند کړي وو، چې له کبله یې دوی د ونو پاڼو او بوټو خوړلو ته اړ شوي وو.
تر دوه اونیو سختې محاصرې وروسته، ظالم مشرف د امریکا په اشاره خپل پوځ ته امر وکړ چې هلته قتل عام وکړي، چې د دغه وحشتناک او ظالم اقدام په پایله کې نږدې یو نیم زر تنه چې ډېری یې ښځې او نجونې وې، شهیدان شول. د پاکستاني پوځ او حکومت پر دغه نه بښونکي جنایت تش په نوم د بشري حقونو د دفاع بنسټونه پټه خوله وو. که څه هم ظالم او جابر پاکستاني حکومت او پوځ له هغه وحشت او قساوت سره، سره د دغه مسجد پر ړنګېدو ونه توانېد، خو د دغه ستر اسلامي مرکز د له منځه وړلو لپاره یې لا هم خپلې هڅې جاري ساتلي او په تازه اقدام کې یې درې ورځې وړاندې بیا دغه ظالم او وحشي پوځ د لال جومات د ړنګېدو لپاره مټې رابډوهلې وې، چې بیا هم د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شول.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.