Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له مرکزي اسیا څخه د شر او فساد لارويان ناهیلي شول!
    لیکني

    له مرکزي اسیا څخه د شر او فساد لارويان ناهیلي شول!

    صابر افغانصابر افغان26 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدلو وروسته د شر او فساد مشرانو ډېره هڅه وکړه چې د ا.ا.ا پر ضد وسله واله جګړه وکړي او افغانستان یوې بلې کورنۍ جګړې ته بوځي، خو طالبانو فرصت ور نه کړ.

    طالبانو یوه هوښیاري دا وکړه چې پنجشیر یې په لومړیو کې ونیوه او شر و فساد ته یې په افغانستان کې دومره فرصت ور نه کړ چې یوه لوېشت ځای په خپل واک کې راولي او داسې منډه یې ورکړه چې ګردونه یې لا نه ښکارېدل.

    له شړل کېدلو وروسته هغوی ډیره هڅه وکړه چې د مرکزي اسیا د هیوادونو په مرسته په افغانستان کې ګډوډي جوړه کړي، خو هغو هیوادونو یې ملاتړ و نه کړ او ناهیلي یې کړل.

    د مرکزي اسیا هیوادونو له ا.ا.ا سره نږدې اړیکې جوړې کړې او په افغانستان کې له لسیزو وروسته راغلی ثبات یې د خپل پرمختګ له پاره یو چانس وګاڼه.

    ازبکستان له مخکې څخه له طالبانو سره نږدې اړیکې درلودې او په وروستیو درې کلونو کې مو ولیدل چې د ازبکستاني لوړ پوړو چارواکو په ځلونو افغانستان ته د سیاسي_اقتصادي اړیکو جوړولو له پاره سفرونه وکړل.

    دغه راز، قزاقستان یو لوی ګام دا واخیست چې طالبان یې د ترهګرو ډلو له لیست څخه بهر کړل.

    ترکمنستان هم له طالبانو سره خوږې اړیکې جوړې کړي او د طالبانو په تړاو یې خپله دایمي بې طرفي پالیسي ساتلې ده.

    د ټاپي پروژې د دوهم پړاو پیل او د ترکمنستاني چارواکو اخلاص په دغه برخه کې د پام وړ دی.

    د دې تر څنګ، موده وړاندې د تاجکستان ځینې چارواکي هم کابل ته د خبرو له پاره راغلي وو؛ تاجکستان په مرکزي اسیا کې یوازینی هیواد و چې شر و فساد ورته ډېره هیله درلوده، خو په وروستیو کې دوی هم ناهیلي کړل او ښکاري چې له تاجکستانه د شر و فساد تمه شکېدلې او یوازې انلاین غونډې او اخطارونه ورپاتې دي.

    د ا.ا.ا په تړاو د مرکزي اسیا د هیوادونو پالیسۍ ته په کتلو دا ثابته شوه چې هغه هیوادونه نور په افغانستان کې کورنۍ جګړه نه غواړي، د شر او فساد ملاتړ نه کوي؛ خپل ثبات او اقتصادي ښیرازي د افغانستان په ثبات کې لټوي.

    یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهکډوالو چارو وزارت د ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه ليکونه لاسليک کړي
    راتلونکي مقاله ملاله یوسفزۍ د نوي لوبې نانځکه!

    مربوطه لیکنې

    سوله که معامله؟ د سولې بورډ کې د پاکستان شوم نقش

    26 جنوري 2026

    د زرغون بهیر شاتګ؛ حاشیوي بحثونه او د بدلون هیلې

    25 جنوري 2026

    پوروړی پاکستان په کومه معامله د امریکا – اسرائيل په صف کې ودرېد؟

    24 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 26 جنوري 2026

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    د حماس پوځي څانګې القسام ویاند “ابو عبیده” ویلي، چې د بندیانو د جسدونو په…

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    26 جنوري 2026

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،103 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،113 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.