Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»له مقاومت جبهې څخه د امرالله صالح جلا کېدل
    تورې څېرې

    له مقاومت جبهې څخه د امرالله صالح جلا کېدل

    صابر افغانصابر افغان10 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه د جمهوریت له پرځېدو سره سم امرالله صالح پنجشېر درې ته ولاړ او له احمد مسعود سره یو ځای یې د طالبانو خلاف د مقاومت جبهې په نوم د وسله والې ډلې د جوړولو اعلان وکړ، خو له لږ مقاومت وروسته یې ماتې وخوړه او طالبانو پنجشېر ترې ونیو.

    هغه مهال د طالبانو یو شمېر مخالفینو دغه جبهه تورنه کړې وه، چې د طالبانو مخالفت تر یوه قوم او د پنجشېر په نوم یوې ځانګړې درې پورې محدود ساتل غواړي؛ همدې کار یې د طالبانو د ټولو مخالفینو د انسجام پر وړاندې خنډ او ځنډ رامنځته کړی دی او نشي کولای تر واحد نوم او دریځ لاندې یې ور ټول کړي.

    د پرځېدلي جمهوريت لومړی مرستیال امرالله صالح چې یو مغرور، متکبر او خود خواه انسان و، اوس نه غواړي د یو سیاسي ماشوم تر لاس لاندې کار وکړي او د هغه د امر تابع واوسي؛ په همدې تکل یې له مقاومت جبهې څخه لار جلا کړه، ځکه چې د یادې جبهې مسؤلیت د احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود پر غاړه دی.

    صالح په جاسوسي فعالیتونو کې هم اوږده مخینه لري، وخت به دا ثابته کړي چې څومره د بهرنیو استخباراتي سازمانونو باور خپلوي او له احمد مسعوده به مخته کېږي.

    له مقاومت جبهې څخه د امرالله صالح جلا کېدل ښايي څو علتونه ولري؛ په دې وروستیو کې د طالبانو د مخالفو ډلو او خیالي جبهو ترمنځ خپل منځي اختلافات اوج ته رسېدلي دي، ځینې محرم رازونه یې افشاء شوي او افغان ولس ته یې اصلي څهرې څرګندې شوې دي، چې په لړ کې یې د مقاومت جبهې له منځه هم مهم رازونه افشاء شوي او د خپل منځي اختلاف له ډېرښت سره – سره ولس ته هم مخ توري شوي دي.

    څه موده وړاندې امرالله صالح په تاجکستان هېواد کې د مقاومت جبهې له څو نورو ناراضه غړو لکه ظاهر اغبر، غلام بهاءالدین جیلاني او ایوب سالنګي سره غونډه کړې وه، له اوږدو بحثونو وروسته دې توافق ته ورسېدل، چې د امرالله صالح په مشرۍ نوې جبهه جوړه کړي.

    دوی د مقاومت جبهې د مسؤل احمد مسعود د ټیم او د مسعود د کورنۍ جبهې له ځان غوښتنې، تکبر او شهرت پرستۍ ناراضه دي، یادو څو تنو چې د نوې جبهې د جوړېدو تابیا یې نیولې ده، پر احمد مسعو او ټیم یې دا نیوکه هم کوي چې له ځینو بهرنیو هېوادونو څخه مرستې راټولوي او تنها یې پر خپله نږدې کړۍ او محدودو کسانو وېشي.

    امرالله د نوې جبهې د ایجاد لپاره سربازګیري پیل کړې ده او یو شمېر منفوري څهرې ور ټولوي. نوموړی د روند سبز/ زرغون بهیر په نوم یو استخباراتي او تبلیغاتي ادرس هم لري، دغه ادرس د نوموړي په مطرح کېدلو کې مهم رول اداء کړی دی؛ د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د ولسي جرګې غړو په یوې عمومي غونډه کې ویلي و، چې زرغون بهیر یو استخباراتي سازمان دی او دغه سازمان د جوړېدو راهیسې د یوه هېواد له لوري تمویلېږي او ملاتړ یې کوي.

    د یادې جرګې مشر میر رحمان رحماني هم ادعا کړې وه، چې اسناد او شواهد په لاس کې لري، چې روند سبز/ زرغون بهیر یوه بهرني هېواد پورې تړلی ادرس دی او دا یې یو پروژه ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد تېر پرځېدلي جمهوريت د اوقافو وزیر؛ طالب ویاند که امریکايي او مصري جاسوس؟
    راتلونکي مقاله ټرمپ پر وړاندې جرمي قضیه ثبت شوې؛ خو سزا یې نه ورکول کېږي

    مربوطه لیکنې

    پرځېدلی جمهوریت له افغان هویت د منکرینو، جاسوسانو او جنګ سالارانو د مجموعې په توګه

    20 جولای 2025

    جعلي اتلان، تاریخي تحریف او د پخوانيو چارواکو د ځان ستاینې لړۍ

    19 جولای 2025

    له نړۍ ناهیلي مخالفین د اختلاف او لار ورکۍ په ګرداب کې

    14 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جولای 2025

    امنیتي ځواکونو ننګرهار کې نهه تنه د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي

    ‏د ننګرهار امنیه قومندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د یو لړ…

    تېره مياشت له هېواده د څه باندې ۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

    21 جولای 2025

    د اسلامي نړۍ د پیوستون شوری رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امنیتي ځواکونو ننګرهار کې نهه تنه د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي

    21 جولای 2025

    تېره مياشت له هېواده د څه باندې ۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

    21 جولای 2025

    د اسلامي نړۍ د پیوستون شوری رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.