د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې د قطر هېواد د سفارت شارژدافیر د دغه وزارت له سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد سره کتلي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزیر قطر د افغانستان لپاره دوست او همکار هېواد بللی او له دې هېواد سره د دوامداره اړیکو پر پیاوړتیا يې ټینګار کړی دی.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د اقتصاد، سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.