
ننګرهار کې د هندوکش غږ سرچينې وايي، چې له دې ولایت څخه د کونړ بېلابېلو سيمو ته د وروستۍ زلزلې له امله زيانمنو شويو کورنيو لپاره د خوراکي توکو د مرستو لېږد د چورلکو په وسيله پيل شو.
د يادونې ده، چې د تېرې شپې دوولس بجو راهيسې د ننګرهار ولایت د ملکي او نظامي ادارو مسئولين کونړ ولايت ته تللي او هلته زيانمنو شويو کورنيو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کوي.