Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»له نړۍ ناهیلي مخالفین د اختلاف او لار ورکۍ په ګرداب کې
    تورې څېرې

    له نړۍ ناهیلي مخالفین د اختلاف او لار ورکۍ په ګرداب کې

    صابر افغانصابر افغان14 جولای 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له هېواده بهر مېشت، د سرپرست حکومت مخالفین تر بل هر وخت ډېر په اختلافاتو، ناهیلیو او سرګردانیو کې ډوب دي او دا حالت یې ورځ تر بلې د زوال په لور بیايي. دوی په پیل کې هڅه کول، چې په خورا تصنع سره دا مسئله پټه وساتي او داسې وښيي چې ګواکې په کور د ننه، سیمه‌ییزه او نړۍواله کچه هر څه د دوی په خوښه روان دي، خو اوس دا وضعیت ترې له مدیریت وتلی او په ټولنیزو رسنیو او ناستو کې په څرګنده توګه له خپل ترینګلي حالت، دوی ته په کور د ننه او نړۍواله کچه له نه پاملرنې سر ټکوي.

    دا حالت په دې وروستیو کې هغه وخت لا پسې ښکاره شو، کله چې د دغو ډلو ټپلو د راټولېدو او متحد کېدو وروستۍ هڅې ناکامې شوې، د دوی خپل منځي اختلافات اوج ته ورسېدل او په سیمه‌ییزو او نړۍوالو سیاستونو کې د انزوا ګرداب ته ټېل وهل شول. ډېره هڅه یې وکړه، چې له دې چارې او څپې ځان خوندي کړي، خو برعکس یې داسې غرق کړل، چې اوس ترې ځانونه هېر دي او د خپل نجات لپاره هرې خوا ته منډې او لاسونه وهي، خو څه نه شي ترلاسه کولی.

    په افغانستان کې د ننه وضعیت ته هم که وکتل شي، خلک په خپل عادي ژوند بوخت دي، اوسنی ثبات ورته د راتلونکو بریاوو او پرمختګونو زېری ښکاري او په هېواد کې د هېڅ ډول اشوب، جګړې او بې ثباتۍ خبرې پرې ښې نه لګېږي، په ځانګړې توګه د ازمویل شویو تکراري څهرو په پېژندګلوۍ کې د بلوغ وروستۍ کچې ته رسېدلي دي. په بهر کې د مېشتو مخالفینو د انزوا، بې اثرۍ او نهیلۍ یو اصلي علت هم همدا دی.

    له بلې خوا، وروستیو تحولاتو، د حقیقتونو او واقعیتونو له راپورته کېدو سره، د افغانستان په ګاونډ، سیمه< نږدې او لېرې نړۍ کې اوس اکثریت هېوادونه په دې یقیني شوي چې د افغانستان پر بې ثباتۍ پانګونه د هېچا په ګټه نه ده او دا چاره نه اوسني واقعیتونه بدلولی شي او نه هم دوی ته ثبات او ګټه رسولی شي، نو پر همدې بنا یې په خپلو تېرو او ناکامو سیاستونو کې د بدلون لپاره هڅې پيل کړي دي.

    دې هڅو له هېواده بهر مخالفین سخت وارخطا کړي، ځکه دوی له اوږدې مودې راهیسې په دې تمه وو، چې دغو هېوادونو ته د افغانستان په اړه د ناسمو معلوماتو د ورکړې، هلته د دوی په نیابت د جګړې او د هغوی د ګټو د خوندیتوب په بدل کې به ترې ملاتړ وشي، خو اوسني وضعیت ته په کتو، دا هرڅه هسې خوب او خیال ښکاري او ټوله کیسه د دوی د خوبونو او تصور خلاف روانه ده، ځکه نو دې وضعیت دوی سخت ناهیلي کړي، مخالفتونه یې ډېر شوي او هېڅ داسې څه نه ویني چې دوی پکې خپلې ګټې ولټولی شي.

    البته که دوی په رښتیا هم اوس پر دې پوهېدلي وي، چې په افغانستان کې د پردیو په نیابت جګړې، بې ثباتۍ او نورو اشوبونو ته د لاس اچولو پایلې تر ډېره عام ولس او خلک زیانمنوي، وطن ورانوي، د جګړو، وینې بهېدنې او تورتمونو لور ته یې بیايي، بیا نوې نورې بدیلې لارې شته چې په خپل وطن کې په عزت کې د ژوند کولو لپاره یې غوره کړي، پر خپلو تېرو تېروتنو پښېماني وښيي او د هېواد د ابادې راتلونکې لپاره لاس په کار شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې په پنځو جلا-جلا بریدونو کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژلي او ټپیان کړي
    راتلونکي مقاله د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي: د حماس غورځنګ ليکو ته ۲۰۰ زره جنګيالي جذب شوي دي

    مربوطه لیکنې

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    9 اپریل 2026

    د وحدت ګوند او مقاومت شوری سیاسي کمېټې مشر، محمد محقق: ګران ورور عاصم منير او ټول پاکستان ته د امريکا او ايران تر منځ د اوربند هڅو د بريا مبارکي وایم

    8 اپریل 2026

    د آی‌ایس‌آی دوه مهرې؛ د مسعود او کوفي د خوږوالي حقیقت

    6 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 12 اپریل 2026

    د صهیونیستی رژیم د اپوزیسیون مشر: صهیونیستي رژیم د نتنیاهو له لاسه په نړۍواله کچه منزوي شوی

    د صهیونیستي ر‌ژیم د اپوزیسیون مشر یائیر لاپېد د دغه رژیم پر لومړي وزیر بنیامین…

    اتحاد المجاهدین پاکستان: وسله‌والو یې په یوه بمي برید کې شپږ پاکستاني ملېشي هلاک کړي

    12 اپریل 2026

    مولوي امیرخان متقي کابل کې د ترکیې له سرپرست سفیر سره کتلي

    12 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د صهیونیستی رژیم د اپوزیسیون مشر: صهیونیستي رژیم د نتنیاهو له لاسه په نړۍواله کچه منزوي شوی

    12 اپریل 2026

    اتحاد المجاهدین پاکستان: وسله‌والو یې په یوه بمي برید کې شپږ پاکستاني ملېشي هلاک کړي

    12 اپریل 2026

    مولوي امیرخان متقي کابل کې د ترکیې له سرپرست سفیر سره کتلي

    12 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،175 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.