Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له واقعیتونو د پرځېدلي جمهوریت د چارواکو تکراري تېښته
    لیکني

    له واقعیتونو د پرځېدلي جمهوریت د چارواکو تکراري تېښته

    صابر افغانصابر افغان14 جنوري 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پرځېدلي جمهوري رژیم ځینې چارواکي لا هم هڅه کوي د خپلې تاریخي ناکامۍ مسؤلیت پر نورو واچوي او له مسؤلیت څخه تېښه وکړي. د خوست د پخواني والي حلیم فدايي وروستۍ څرګندونې، چې د افغانستان لپاره د سیمې ولسواک حکومتونه ستراتیژیک فرصتونه ګڼي او د ګاونډيو هېوادونو نظامونه د ستونزو ریښه بولي، د همدې تخیلي تېښتې دوام دی. دا ډول څرګندونې تر ډېره د واقعیت د تشریح پر ځای، د خپل ځان د سپین ښودلو هڅه ده.

    بې له شکه، د سیمې ډېری هېوادونه ولسواک نظامونه نه لري، خو دا یوازې د ستونزې یوه څنډه ده، نه ټول هغه واقعیت چې مخالفین یې په ښودلو له تاریخي مسؤلیت څخه تېښته وکړي. اصلي پوښتنه دا ده چې ولې هغه نظام چې شل کاله یې د «ولسواکۍ» تر نامه لاندې واک درلود، ونه توانېد چې خپل ولس قانع کړي، خپل دولت وساتي او رژیم له سقوط نه وژغوري؟ د جمهوریت ړنګېدل د ګاونډیانو د نظامونو مستقیمه پایله نه وه، بلکې د داخلي فساد، بې‌کفایتۍ، شخصي انحصار او د ولس د ارادې په خلاف اقداماتو منطقي انجام و.

    د اشرف غني په مشرۍ جمهوریت د بنسټونو پر ځای پر اشخاصو ولاړ و، تصمیمونه د یوې محدودې کړۍ او درې ګوني مثلث له خوا نیول کېدل، انتقاد دښمني بلل کېده او ملي ګټې د شخصي حسابونو قرباني شوي وې. په داسې شرایطو کې نه پوځ د دفاع اراده لرله، نه ادارو د مقاومت توان درلود او نه ولس د رژیم د ژغورلو انګېزه درلوده. دا هغه واقعیتونه دي چې نن یې پخواني چارواکي له یادولو ډډه او حتی تېښته کوي.

    د سیمې هېوادونه خپلې ګټې تعقیبوي؛ دا اوس د سیاست یو نه بدلېدونکی اصل ګرځېدلی دی. خو یوازې هغه هېوادونه د نورو د لاسوهنې قرباني کېږي چې دننه کمزوري وي. یو مشروع، حساب‌ ورکوونکی او ولس‌ محوره نظام کولای شي له هر ډول سیمه‌ییز فشار سره مقابله وکړي. جمهوریت دا ځانګړتیاوې نه لرلې، ځکه خو یې د شل کلنې واکمنۍ، بهرني ملاتړ او زور برسېره سقوط وکړ.

    د فدايي او د هغه د سیاسي ملګرو ستونزه دا ده چې لا هم ځانونه د تحلیل او لارښوونې په مقام کې ویني، حال دا چې ولس ترې د ځواب تمه لري، نه د هغه تکراري تېښتې، چې دوی یې له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې تکراروي. که ولسواکي رښتینی ارزښت درلود، نو د پرځېدلي جمهوریت چارواکو ولې ولس یوازې پرېښود؟ ولې لوړپوړي چارواکي د نظام له پرځېدو مخکې وتښتېدل؟ دا پوښتنې د سیمې په نظامونو نه، بلکې د جمهوریت په مشرانو او مسؤلانو پورې تړاو لري او هغوی ته ور ګرځي.

    تر هغو چې د پرځېدلي جمهوریت چارواکي خپله ناکامي په زغرده ونه مني او ولس ته رښتینی حساب ورنه کړي، پر ګاونډیانو او د سیمې پر رژیمونو نیوکه یوازې د ځان‌ غولونې یوه بله بڼه ګڼلی شو. افغانستان ژمنو چارواکو او مسؤل نظام ته اړتیا درلوده، چې لله الحمد دا اړتیا پوره شوې ده؛ اوس هغه تخیلي شعارونو ته اړتیا نشته چې له مسؤلیت تېښته پکې نغښتې وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي
    راتلونکي مقاله اندونيزيا د ډبرو سکرو کانونو د استخراج په برخه کې افغانستان سره همکاري کوي

    مربوطه لیکنې

    د راتلونکي لپاره د مخالفینو روایت‌ جوړونه ولې پای او پایله نه لري؟

    2 فبروري 2026

    د بلوڅ وسلوالو جګړه د تبلیغ او واقعیت ترمنځ

    1 فبروري 2026

    د بلوڅانو روانه مبارزه؛ د پاکستان ناسم روایت او د مسئلې حقیقت

    31 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 3 فبروري 2026

    هند له افغانستان سره د مرستو لپاره یو نیم میلیارد روپۍ ځانګړې کړې

    راپورونه وایي، ‏هند د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ مالي کال بودېجه کې له افغانستان سره د مرستو لپاره…

    زلمی خلیلزاد: د پاکستان حاکم رژیم دې له کورني اړو دوړ څخه د وتلو لپاره عملي حل‌لارې وړاندې کړي

    3 فبروري 2026

    روسیه کې افغان سفیر: افغانستان غواړي له روسیې تېل او ګاز وپېري

    3 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    هند له افغانستان سره د مرستو لپاره یو نیم میلیارد روپۍ ځانګړې کړې

    3 فبروري 2026

    زلمی خلیلزاد: د پاکستان حاکم رژیم دې له کورني اړو دوړ څخه د وتلو لپاره عملي حل‌لارې وړاندې کړي

    3 فبروري 2026

    روسیه کې افغان سفیر: افغانستان غواړي له روسیې تېل او ګاز وپېري

    3 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،054 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.