د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، نن په ایران کې مېشت یو زر او ۴۱ تنه افغان کډوال د نیمروز د ورېښمو له لارې پهخپله خوښه او جبري توگه هېواد ته راستانه شوي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په راستانه شوو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۴۸۶ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول، چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې واخیستل.:«۶ بېسرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندې په موخه MPO موسسې ته ور وپېژندل شول، ۲۹ کورنیو د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم مرسته تر لاسه کړه، ۱۳۰ تنو ته یو یو سیمکارت ووېشل شو او ۱۵۶ تنه له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.»
د خبرپاڼې له مخې، له ایران سربېره له پاکستان څخه هم د تورخم د فرضي کرښې له لارې ۸۱ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.: «د ننگرهار د تورخم د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې ۱۶ کورنۍ، چې ۸۱ تنه کېږي په جبري توگه د تورخم فرصي کرښې له لارې له پاکستان څخه راستنې او هلته د کډوالو له ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.»
د پاکستان او ایران څخه نږدې هره اوونۍ سلگونه کورنۍ په جبري او پهخپله خوښه راستنېږي، چې د کډوالو چارو وزارت له لوري ورسره د بېلابېلو توکو مرسته کېږي.