Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»له پاکستان د بنګلديش خپلواکي
    تبصرې

    له پاکستان د بنګلديش خپلواکي

    صابر افغانصابر افغان7 اگست 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پاکستاني مشهور تاريخ پوهان او سياسي مبصرين همدا يوه خبره کوي چې د پاکستان نظام او حکومت اګر که په انتخاباتو هم راغلی وي هغه پوځ کنټرولوي او په هر څه پوځ واکمن وي.

    پاکستان په تاريخ کې دوه داسې ولسمشران چې پوځيان وو ډير بد نوم لري يو يې جنرال مشرف بل یې جنرال يحيی خان ؤ؛ جنرال يحيی چې په خټه قزلباش ؤ د جنرال ايوب له استعفا وروسته یې د پاکستان د حکومت چارې په خپل لاس کې واخستلې.

    کله چې په ۱۹۷۱ کې د دسمبر په ۱۶مه بنګلديش سقوط وکړ، نو په ټول پاکستان کې د پوځ پر ضد لاريونونه شروع شول، په ۲۰ دسمبر جنرال يحیی خان مجبور شو تر څو استعفا ورکړي او حکومت ذوالفقار علي بوټو ته وسپاري.

    په ۲۸ د دسمبر د پاکستان حکومت د بنګلديش د سقوط د لاملونو د پلټنې په خاطر يو کميشن جوړ کړ چې په هغه کميشن کې د پاکستان د هغه وخت مشهور قاضيان او څه جنرالانو هم برخه اخيستې وه.

    د دغه کميشن مشر د هغه وخت د سترې محکمې قاضي القضات حمود الرحمن مشر وټاکه؛ موده وروسته د دغه کميشن يو څېړنيز راپور خپور شو چې په هغې کې یې د بنګلديش د سقوط څو لاملونه ياد کړي وو او په هغه لاملونو کې څو د جنرال يحيی خان د شخصې ژونه اړوند وو.

    په هغه راپور کې راغلي وو: بنګلدیش ځکه سقوط وکړ چې: جنرال يحيی خان په ځای د دې چې د هيواد سياسي، دفاعي او اقتصادي حالات وڅاري همیش به په شرابو کې ډوب وو؛ راپور وړاندې ليکلي چې جنرال يحيی خان د مشهورې پاکستانۍ سندر غاړې نور جهان سربېره د ۵۰۰ نورو ښځو سره هم جنسي اړيکې درلودلې.

    هغه يوه ښځينه ياره درلودله چې عقيل اختر نومېده خو هغه په جنرل راني مشهوره وه، تر ننه همدا تأثر دی چې دغه ښځې اصلا د پاکستان حکومت چلوه او یحیی خان به هميش د هغې سره د شرابو په نشه کې ډوب پروت و.

    د پاکستاني، هندي، بنګالي او اروپايي مورخينو، سياسيونو او مشهورو ليکوالانو نظر دا دی چې د جنرال يحيی خان دوره د نوي پاکستان په تاريخ کې اولنی بدنامه، قاتله، له ويرې، وحشت او ظلم ډکه دوره وه.

    د همده په وخت او حکومت کې بنګلديش ازاد شو، پاکستاني پوځيانو په ميلونونو بنګالي مسلمانان قتل عام او په لکونو انجونو يې جنسي تېري وکړل.

    کله چې په ۱۹۷۰ کې په پاکستان کې انتخابات وشول نو د بنګلدیش د عوامي ليک مشر شيخ مجيب الرحمن رايې وګټلې خو هغه وخت په بنګلدیش کې په وظيفه ميشت يو مهم جنرال ويلي وو: مه خفه کيږئ موږ به دا تور بنګاليانو ته هيڅ وخت اجازه ورنکړو چې پر موږ حکومت وکړي.

    The Making of Terrorism in Pakistan: Historical and social roots of extremism.By: Eamon Murphy 2012

    همدا لامل و چې بنګاليان او بنګالي سياسيون پوه شول چې له پاکستاني پوځ سره ګذاره سخته ده او هغوی د ازادۍ او خپل حق غوښتلو لپاره لاس په کار شول.

    د پاکستان د هغه وخت ولسمشر پوځي ديکتاتور جنرال يحيی خان په بنګالي سياسي ګوند عوامي ليګ بنديز ولګوه؛ د پاکستان حکومت او پوځ په بنګلديش کې د (اپريشن سرچ لايټ) په نوم پوځي عمليات شروع کړل؛ د دغه عملياتو مشر جنرال ټيکا خان ؤ چې وروسته ورته بنګاليانو د بنګال قصاب لقب ورکړ.

    The traitors of Pakistan By: Nachiketa GotamPress & Publication Agency; distributors: Central News Agency]

    پاکستاني پوځ په دغه پوځي عملياتو کې تر ۳ میليونه بنګاليان قتل عام کړل چې په هغوی کې واړه ماشومان، ښځې، سپين ږيري او ځوانان شامل وو؛ تر لس ميلونه ډير بنګاليان هند ته په هجرت کولو مجبور شول؛ په بنګلديش کې په ميشتو له ۲ لکو څخه واخله تر ۴ لکو مسلمانو او هندوانو ښځو باندې پاکستاني پوځ جنسي تېري وکړل.

    War as history, humanity in violence: Women, men and memories of 1971, East Pakistan/BangladeshBy: Yasmin Saikia,

    د بنګلديش حکومت هغه وخت ويلي وو چې پاکستاني پوځ په ۲ لکه ښځو جنسي تیری کړی خو اسټرالوي ډاکټر او د حمل د لرې کولو ماهر جيوفيري ډيوس ويلي د بنګلدیش حکومت ښودلی راپور غلط دی او دا عدد له ۴ لکو لوړ دی.

    Mass rape and the inscription of gendered and racial domination during the Bangladesh War of 1971Mookherjee, Nayanika (2012

    پورته ياد شوی ډاکټر بنګلديش ته هغه وخت تللی وو او ليدلی حالت يې بيان کړی، هغه وايي له ۵ زرو ډيرو ښځو خپله حمل ضايع کړی.حواله: هماغه پورته کتاب.خو پاکستان حکومت او پوځ یې بيا د دغه جنسي تېري اندازه له زرو کمه ښيي.

    Commission inquiry 1971.By: Hamdoour rahman.

    د دغه جنسي تيري په اړه د بنګلديش حکومت وايي چې: د پاکستاني پوځيانو لخوا په بنګالي ښځو د دغه جنسي تېري له امله ۷۵۰۰۰ ښځو حمل اخيستی وو.

    The Bangladesh genocide: The plight of women.Angela Debnath (2009).

    څېړنې ښيې چې د دغه جنسي تېري له امله یو لک او ۷۱ زره ښځو او انجونو خپل حمل ضايع کړی وو او تقريبا ۳۰ زره ماشومان د دغه حمل له امله زېږېدلي وو.

    Gendered nation, gendered peace: A study of Bangladesh.Mohsin, Amena

    داسې ډيری څېړنيز راپورنه شته چې په سلګونو مسلمانو او هندوانو انجونو په خپلو ويښتانو ځانونه زندۍ کړي وو؛ داسې راپورنه هم شته چې وروسته بيا ډېري انجوني زنا کولو ته محبوره کړل شوې وې.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد حماس اسلامي غورځنګ نوی مشر يحيی السنوار
    راتلونکي مقاله د شر او فساد ډلې فېسبوکي مقاومت

    مربوطه لیکنې

    د سحر او جادو له تور بازار او ناوړه کاروبار سره د مبارزې جدي هڅې

    21 مې 2025

    د مقاومت جبهه د ناهیلۍ په وروستي حد کې!

    10 فبروري 2025

    د شر او فساد د عاملینو ګرمي نارې او سوړ حقیقت

    15 دسمبر 2024
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 1 جون 2025

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې ځواکونو په یو لړ بریدونو کې لسګونه بورکینیایي پوځیان وژلي

    د القاعدې اسلامي غورځنګ پوځي څانګې «جماعة نصرة الإسلام والمسلمین»، بورکینیافاسو کې پر پوځ او…

    بلوڅ بېلتون‌پالو په دوه جلا بریدونو کې پنځه پاکستاني پوځیان او استخباراتي کارکوونکي وژلي

    1 جون 2025

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې ځواکونو په یو لړ بریدونو کې لسګونه بورکینیایي پوځیان وژلي

    1 جون 2025

    بلوڅ بېلتون‌پالو په دوه جلا بریدونو کې پنځه پاکستاني پوځیان او استخباراتي کارکوونکي وژلي

    1 جون 2025

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،941 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.