Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»له پاکستان سره خواخوږو جنګ سالارانو ته د پخوانیو چارواکو پېغورونه او کنايې!
    تورې څېرې

    له پاکستان سره خواخوږو جنګ سالارانو ته د پخوانیو چارواکو پېغورونه او کنايې!

    صابر افغانصابر افغان20 مارچ 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    وروسته تر هغې چې تېره اونۍ بلوڅ ازادي غوښتونکو وسله والو په بلوچستان کې پر پاکستاني جعفر اېکسپرېس رېل ګاډي برید وکړ او د پاکستان د پوځ، استخباراتو او نورو امنیتي او نظامي ادارو نږدې ۲۵۰ تنه یې لومړی یرغمل او بیا ووژل، دې پېښې ته په پاکستان کې دننه او بهر بېلابېل غبرګونونه وښودل. ډېرو کسانو دا د بلوڅانو بریالی برید وباله او له پاکستان څخه یې وغوښتل چې پر بلوڅانو خپل ظلمونه ودروي او دغه راز بلوچستان ته آزادي ورکړي، خو پاکستاني پوځ، استخباراتو او حکومت ته نږدې کسانو او خواخوږو یې بیا دا برید وغانده او دا یې ترهګریز برید وباله.

    د دغه خواخوږو په سر کې د افغانستان د کورنیو جګړو مخکښې څهرې، د دوی اړوند ډلې ټپلې او زامن هم شامل وو او له پاکستان سره یې پر دغه پېښه اوښکې تویې کړې. په بهر کې مېشت د مقاومت په نوم ډله، چې مشري یې د کورنیو جګړو د قوماندان احمدشاه مسعود زوی، احمد مسعود کوي، د وحدت په نوم ګوند مشر او د کورنیو جګړو مخکښه څهره محقق، د د کورنیو جګړو پر مهال د یو بل مخکښ برهان الدین رباني زوی، صلاح الدین رباني او د دوی په څېر نورو کسانو او ډلو ټپلو له پاکستان سره په دغه پېښه ویر وکړ، بلوڅان یې ترهګر وبلل او آن پاکستان ته د ځان نږدې ښودلو په پار یې تر پاکستاني حکومت وړاندې په دغه برید کې افغانان او سرپرست حکومت پړ وباله. دا ټول هغه کسان او ډلې ټپلې دي، چې په افغانستان کې د عامو خلکو په منځ کې په پاکستاني مهرو مشهور دي.

    دوی له پاکستاني پوځ او استخباراتو سره د ګډ کار او دوی ته د ژمنتیا او خوش خدمتۍ اوږده مخینه لري او پاکستاني حکومت یې د دغه کارونو په مقابل کې د مننې په پار دوی او د دوی د کورنیو غړو ته پاکستاني پاسپورتونه هم ورکړي وو. بل لور ته د رحمت الله نبیل، کمال ناصر اصولي، کبیر حقمل او شاه محمود میاخیل په ګډون، د پرځېدلي جمهوریت یو شمېر چارواکو بیا پر دغه جنګ سالارانو توندې نیوکې کړي، دوی یې د پاکستان اجنټان او بلوڅان یې آزادي غوښتونکي بللي، د دوی اوسنۍ په اصطلاح مبارزه یې هم وننګول او تور یې پرې پورې کړ، چې د افغانستان د ملي ګټو خلاف یې له خپلو ځانونو څخه د اسلام اباد او تهران ویاندویان او نوکران جوړ کړي دي. دوی دغه جنګ سالاران تورن کړل چې مخ او څټ نه لري او خپلې شخصي ګټې او بادارانو ته ژمنتیا ورته تر هر څه لومړیتوب دی.

    له پاکستان سره خواخوږو جنګ سالارانو ته د پخوانیو چارواکو دا پېغورونه او ناندرۍ داسې مهال دي، چې دوی دواړو اړخونو یو وخت د جمهوریت تر چتر لاندې یو ځای کار کاوه، هغه مهال یې هم یو او بل پاکستان ته په لابيګرۍ او چوپړ تورنول، خو کله چې جمهوري اداره وپاشل شوه، د دوی ځینو څهرو د اوسني سرپرست حکومت خلاف ځينې ډلې ټپلې جوړې کړې، خو د سختو اختلافاتو او ټکرونو له کبله وپاشل شوې او یا هم د پاشل کېدو په حال کې وې. که څه هم دغه جنګ سالارانو د پخوانیو چارواکو د یادو نیوکو په غبرګون کې څه نه دي ويلي، خو ښايي دا چاره به د دوی ترمنځ شته بې باورۍ، ناندرۍ او کشمکشونه لا پسې پراخ کړي.

    بله مهمه خبره دا ده، چې عامو افغانانو ته هم اوس ثابته شوې چې دا څهرې او جنګ سالاران هېڅکله هم د پاکستان له چوپړ او خوش خدمتۍ لاس نه اخلي، دوی ته نه ولس مهم دی، نه افغانستان او نه هم ملي ګټې، بلکې دوی ته تنها خپل باداران او د هغوی خوش خدمتي مهمه ده او دوی دغه څه هر وخت ثابت کړي دي.

    د یادونې ده چې بلوڅ آزادي غوښتونکي د پاکستاني پوځ، استخباراتو او حکومت د هغه ظلمونو پر خلاف راوتلي، چې له لسګونو کلونو راهیسي یې پر دوی روان کړي دي، د دوی په لکونو بې ګناه ځوانان، مشران، ښځې او ماشومان یې ووژل، لسګونه زره نور یې ترې تم کړي، په زندانونو کې یې شکنجه کوي او دوی یې له هر ډول انساني، اسلامي او بشري حقونو څخه محروم کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبلوڅ بېلتون پالو په دوو جلا بریدونو کې درې پاکستاني استخباراتي کارکوونکي هلاک کړي
    راتلونکي مقاله د اوبو او انرژۍ وزارت: د ټاپي پروژې نقشه وروستۍ شوې او ژر به له ترکمنستان سره شریکه شي

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو د مخالفینو بې منطقه نیوکې او تحلیلونه

    15 فبروري 2026

    ولې مخالفین د اپسټین په قضیه کې لوېدیځ ته میلان ښه انځوروي؟

    11 فبروري 2026

    د مخالفینو د لیدلوري ارزونه؛ له هند سره د اړیکو پایلې به څه وي؟

    28 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 22 فبروري 2026

    پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل

    پخواني پاکستاني پوځي افسر، عادل راجا له پاکستانه افغانستان ته د قاچاق کېدونکو وسلو د…

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026

    د افغانستان د وضعیت بدلون لپاره له پاکستانه د مخالفینو غږ

    21 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل

    22 فبروري 2026

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026

    د افغانستان د وضعیت بدلون لپاره له پاکستانه د مخالفینو غږ

    21 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،106 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،060 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،119 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.