Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له ډونالد ټرمپ څخه د شر او فساد/مقاومت جبهې د تعامل غوښتنه!
    لیکني

    له ډونالد ټرمپ څخه د شر او فساد/مقاومت جبهې د تعامل غوښتنه!

    صابر افغانصابر افغان10 نوومبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د شر او فساد جبهې غواړي چې د امریکا جنګي پروژې او د سیمې د بې ثباتۍ قرارداد ورته ورکړل شي؛ د شر خوښوونکو جبهو ستراتیژیک اهداف د جګړو اور لګول او د نفاق تخم شیندل دي.

    په اوویایمو کلونو کې هغه مهال چې د کورنۍ جګړو د اور لمبې په غرغړاندو وې دوی ددې لمبو تاو ته ځانونه ګرمول/تاودول.

    د شر او فساد ډلې ټپلې خپله بقا یواځې په جګړو، خون او خرابۍ کې ګوري، ځکه دا د احمدشاه مسعود عمق ستراتیژي وه چې هغه پروژوي جګړې واردې کړي چې هغه په دې برخه کې ډېر بریالی هم و.

    مسعود تنکی ځوان و چې د داودخان جمهوریت یې و ننګاوه، ورپسې د امریکا ستراتيژیک ملګری شو، د سي آی اِې قراردادي جنګونه یې ټېکه کړل؛ کله چې د ډاکټر نجیب حکومت نسکور شو او له روسانو سره افغان جهاد پای ته ورسېده، په مسعود ډالر بند شول نو بیا یې هم له خون خرابې لاس وانخیست.

    د مسعود او مسعود خیلو په جرمي اقتصاد د دوی کورنۍ تغذیه کېدلې او پرته له جګړو یې سیاسي او نظامي موقف ختمېده، نو ځکه یې د حکمتیار، وحدت ګوند، محاذ او طالبانو له تحریک سره جګړې او ایتلافونه وکړل.

    پاتې دې نه وي چې یواځې طالبان ورسره په کوم ايتلاف کې ورګډ نه شول او د طالبانو داعیه د شر او فساد ختمول وو او ترڅنګ یې پاټکونه او قومندان بازۍ محوه کول وو چې د شر او فساد په ضد ټول ملت له طالبانو سره ودرېدل؛ د شر ډلې او لښکرې یې له وطنه وشړلې او د دوی په شړلو د تنظیمي خرمستیو جنازه ووتله.

    په ملت او وطن کې کراره کراري شوه؛ غلا، فساد، قتل او جګړې ختمې شوې؛ د جنګ جنرالانو په پېښور، ایران او تاجکستان کې د جنګي پروژو د ترلاسه کولو په موخه شپې سبا کولې مګر د خدای فضل وو او د افغان ولس قربانۍ وې چې دلته یې یو حاکم مرکزي نظام و نه شو ننګولی.

    دا چې تېره تجربه بیا تکرار شوه طالبان راغلل فساد، اسارت او جنګونه ختم شول، د احمدشاه مسعود کورنۍ چې د جنګي پروژو د راوړلو تخم یې کور کې کرل شوی، غواړي چې بیا دې وطن ته د جنګ سکروټې را وشیندي، نو له امریکا یې غوښتي چې د طالبانو په ځای له دوی سره تعامل وکړي.

    تېره ورځ چې د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریا اعلان وشو نو د شر او فساد جبهې ویاند علي میثم نظري له ټرمپ وغوښتل ترڅو د بغاوت له جبهې سره تعامل وکړي او یو ځل بیا واک یوې وړې ولسوالۍ ته ولېږدول شي.

    د بغاوت/مقاومت جبهه د قدرت او پیسو حرص لري، دوی عقیده نه پېژني، دوی ان له خپلو سره تربګنۍ لري، سره له دې چې د بغاوت جبهې د طالبانو مخالفت ته موزې پښو کړي خو په عین حال کې د ازادۍ په نوم د شر او فساد له بلې جبهې سره هم ښکر په ښکر دي.

    دوی جنګ نه ګټي، بلکې د جنګ په دوامداره ساتلو کې خپلې ګټې لټوي چې د دوی دا لوېدلی فکر او باور د وطن لپاره څه چې د انسانیت لپاره او د سیمې د ناکرارۍ لپاره زهر دی.

    موږ د سیمې له هېوادونو غواړو چې ماران په نستوڼو کې ونه ساتي چې بالاخره به له همدې نستوڼو وخوړل شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهغزه کې د قسام ځواکونو په برید کې ۱۵ اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي
    راتلونکي مقاله مسکو او پيونګ يانګ په رسمي ډول د دوه اړخيزه دفاعي همکاريو تړون لاسليک کړ

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    ‏د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د…

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.