د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند یحیی السریع د یوه ویډیویي کلېپ په خپرولو سره ویلي چې، ځواکونو یې د صهیونیستې اسرائیلو په پلازمېنه تلابیب کې د د «یافا» سیمه پر هایپرسونیک توغندي ویشتلې ده.
السریع د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې ځواکونو یې دغه برید د فلسطین له مظلومو خلکو څخه د ملاتړ او د هغوی په خلاف د صهیونیستي رژیم د پرله پسې جنایتونو په ځواب کې کړی دي.