د بلخ ولایت مقام د وياند د خپرو کړو معلوماتو له مخې د دغه ولايت د مرکز مزار شريف ښار په «سليم څلورلارې» کې د امنيتي ځواکونو له لوري د انسان تښتوونکو له منګولو څخه، د يوه ماشوم د ژغورلو په نننيو عملياتو کې د ماشوم ژغورلو سربېره دوه تنه انسان تښتوونکي هم وژل شوي او يو ژوندی نيول شوی دی.
سرچينه زياتوي چې د ماشوم ژغورلو عمليات د بېلابېلو امنيتي ارګانونو په ګډې همغږۍ په کامياب ډول ترسره شول او ژغورل شوی ماشوم له عملياتو شل دقيقې وروسته خپلې کورنۍ ته روغ رمټ وسپارل شو.
ياده دې وي چې د ژغورل شوي ماشوم کورنۍ او عامو خلکو د امنيتي ځواکونو له چټک اقدام خوښي څرګنده او مننه کړې ده.