
ځایي سرچینې هندوکشغږ ته وایي، د بلوچستان خاران ولسوالۍ کې د پاکستاني رژیم پر عسکرو ترسره شوي خونړي برید کې د ۲۴ پوځیانو هلاک کیدل تائید شوي.
د رسېدلو معلوماتو له مخې، برید د خاران ولسوالۍ اړوند «ګرُک» سیمې ته نږدې د پاکستاني پوځ د موټرو پر کاروان شوی دی.
د معلوماتو له مخې، دې برید کې د پاکستاني عسکرو شپږ موټرې تر برید لاندي نیول شوي دي.
ویل شوي، دا مهال سیمه کې بېپیلوټه الوتکې پروازونه کوي او وضعیت لا هم ترینګلی دی.
د برید مسئولیت تر دې مهاله کومې ډلې نهدی منلی؛ خو تر دې وړاندې د ورته بریدونو مسئولیت بلوڅ ازادي غوښتونکو منلی دی.
#هندوکشغږ

