Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»لوړو زده کړو وزارت وايي تېر کال مو په تحصيلي برخه کې مهمې لاستې راوړنې لرلې
    افغانستان

    لوړو زده کړو وزارت وايي تېر کال مو په تحصيلي برخه کې مهمې لاستې راوړنې لرلې

    صابر افغانصابر افغان25 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د لوړو زده کړو وزارت نن يکشنبه د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام په خبري کنفرانس کې وویل: په دولتي پوهنتونونو کې د دوکتورا د ۱۱ او ماسټرۍ د ۱۶ پروګرامونو او ۱۳ نویو پوهنځیو او په خصوصي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ د ۱۰ پروګرامونو رامنځته کول، په تېر یوه کال کې د وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

    د وزارت مسئولینو زیاته کړه، چې د دیني او ملي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو سره سم، ۱۳۱ تحصیلي نصابونه اصلاح او د منظورۍ په موخه ذیصلاح مراجعو ته استول شوي دي.

    په یادو نصابونو کې ۸۹ د لېسانس، ۳۵ د ماسټرۍ او ۷ د دوکتورا سویې نصابونه شامل دي.

    دغه راز، د هېواد د تحصیلي سکتور پیاوړتیا په موخه، ۶۴۰ علمي کادرونه د ازادې سیالۍ له لارې جذب او ۱۳۱۷ کارکوونکي په اداري، مسلکي او تخصصي بستونو کې په دندو ګمارل شوي دي.

    د مسئولینو په وینا، اوسمهال د هېواد په پوهنتونونو کې ۱۸۹ زره او ۹۹۱ تنه محصلین په زده کړو بوخت دي او تېر کال کې ۵۱ زره او ۹۵۰ تنه محصلین فارغ شوي دي.

    همدارنګه، ۲۲۱۲ تنه محصلین چې له هېواد څخه بهر په لوړو زده کړو بوخت وو، بېرته افغانستان ته راستانه او اسناد یې هم ارزول شوي دي.

    مسئولین زیاتوي، چې په تېر کال کې د اسنادو د معادلت او ارزونې په موخه، په ټولیز ډول له ۴۰ زره علماء کرامو څخه ازموینه اخیستل شوې ده.

    همداراز، محصلینو ته د عملي زده کړو، په امارتي ادارو کې د فارغ شویو محصلینو د جذب او د کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، له سکتوري وزارتونو سره د همکارۍ تفاهم لیکونه، لاسلیک شوي دي.

    د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېر کال کې د ۹ ساختماني پروژو، چې لابراتوارونه، څېړنیز فارمونه، کتابتونونه، کمپیوټر لبونه او درسي ټولګي پکې شامل دي، چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي. همدارنګه په مرکز او ولایتونو کې د ۶ ترمیماتي پروژو چارې هم دوام لري.

    مخکینۍ مقالهکابل ښار کې د ۲۷۹۴مترو په اوږدوالي د يوه سړک جوړولو چارې روانې دي
    راتلونکي مقاله هېواد ته د بهرنيو سیلانیانو او پانګوالو تګ راتګ په لوړه کچه ډېر شوی

    مربوطه لیکنې

    باګرام ولې وویشتل شو؟

    1 مارچ 2026

    قطر کې افغان سفارت: قطر مېشتي افغانان دې تر بلې خبرتیا په خپلو کورونو کې پاتې شي

    1 مارچ 2026

    افغان هوایي ځواک راولپنډۍ کې پر نورخان پوځي هډه هوایي برید کړی

    1 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 2 مارچ 2026

    د افغانستان پټه ستراتیژي د پاکستان لوری بدلوي

    د افغانستان پټه ستراتیژي د پاکستان لوری بدلوي

    2 مارچ 2026

    له سختو ضربو وروسته د سولې غوښتنې

    2 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغانستان پټه ستراتیژي د پاکستان لوری بدلوي

    2 مارچ 2026

    د افغانستان پټه ستراتیژي د پاکستان لوری بدلوي

    2 مارچ 2026

    له سختو ضربو وروسته د سولې غوښتنې

    2 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،111 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،063 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،125 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.