د «اېم سي سي» چینایي شرکت مسئولینو د لوګر ولایت له والي سره په کتنه کې ویلي چې؛ په لوګر ولایت کې د چین او افغانستان ترمنځ ګډ بازار جوړېږي.
ټاکل شوې دا بازار مس عینکو کان ته پر غځېدلي سړک جوړ شي چې په ترڅ کې به یې سلګونه افغان او چیني کارګرو ته په کې د کار کولو زمېنه هم برابره شي.
سیمهییزو چارواکو ویلي، چې دا پروژه کولای شي د سیمې له اقتصادي پرمختګ سره مرسته وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړي کړي.