د کورنيو چارو وزارت خبر ورکوي چې لوګر کې د ځایي مسئولینو پهٔ هڅو د څلورو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شل کلنه شخړه حل او ټولو غاړو ته خپله برخه ځمکه ورکړل شوه.
ياد وزارت زياتوي چې دا شخړه، چې پۀ مرکز بابوس سیمه کې د سلګونه جریبه ځمکې پر سر وه؛ لۀ شل کالو دعوې او جنجال وروسته د لوګر امنیه قومندانۍ مسئولینو، علماوو او قومي مشرانو پهٔ هڅو حل او مستحقینو ته یې خپله برخه ځمکه ورکړل شوې.