د پوهنې وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷ ښوونځیو او مدرسو د بیارغونې د چارو د پیل کېدو خبر ورکړی.
په دغو پروژو کې ۱۷ ښوونځيو او مدرسو ته د ودانیو د بیارغونې چارې او د احاطوي دیوالونو جوړول شامل دي.
د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د ښوونیز مراکزو په جوړولو کې زیاتوالی راغلی دی.