
د افغاني سرې میاشتې ټولنې اړوند د لوګر سرې میاشتې ریاست د نشراتو مدیر، شفیع الله افغانزی وایي، د دغې ټولنې له لوري له پاکستان او ایران څخه راستنو شویو ۱۳۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د لوګر د سرې میاشتې مسئولینو په وینا، هرې کورنۍ ته یې ۱۷ زره افغانۍ ورکړې او هڅې روانې دي څو پاتې کسانو ته هم د مرستو لړۍ وغځول شي.
ورته مهال، د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس شیخ شهاب الدین دلاور ویلي، چې بېرته راستانه شوي د مرستو وړ دي او اړتیا ده چې د حکومتي ادارو ترڅنګ نړیوال بنسټونه هم ورسره مرستې وکړي.
د لوګر سرې میاشتې ریاست د نشراتو مدیر زیاتوي، چې دغو کورنیو ته تر دې یوه میاشت وړاندې هم څه باندې ۱۹ میلیونه افغانۍ وېشل شوې وې.

