شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د لوګر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۳۰ کانونه تثبیت شوي دي.د مسوولینو په خبره، د وروستیو څېړنو له مخې، ۳۰ کانونه ثبیت شوي چې له ډلې یې د دوه کانونو عملي استخراج چارې هم پيل شوي دي. سرچینې زیاته کړې، چې په یادو کانونو کې مس، کرومایټ، نفرایټ، تالک، ازبست، کلیست، ابرک او د قيمتي ډبرو یو شمېر نور مهم کانونه شامل دي. د لوګر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، په نوي کال کې هم د لوګر په مرکز پلعلم او یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې شته کانونه د قانوني استخراج په پار داوطلبۍ ته سپارل کېږي، چې په یادو کانونو کې به لسګونه بې روزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه برابره شي.
د پرځېدلي جمهوريت پر مهال د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي: د جمهوريت لوړپوړو چارواکو له عزيزي بانک لسګونه ميليونه ډالر باج اخيسته او له همدې امله عزيزي هغه وخت پانګونې ته زړه نه ښه کاوه4 اگست 2025
له پېښو سره د چمتووالي ملي ادارې او اکټیډ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو4 اگست 2025