په لوگر کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې ریاست مسلکي پلاوي له لوري د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د څلور تاریخي ابدو ترڅنگ شپږ لرغونې سیمې او ۱۹ تاریخي کلاگانې کشف او ثبت شوې.
د لوگر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسوولینو په وینا؛ دغه تاریخي ابدې او لرغونې سیمې د اسلام او له اسلام څخه وړاندې تاریخي دورو پورې اړوند دي، چې د دې ولایت د مرکز پل علم په گډون خوښۍ، برکي برک، محمداغې، څرخ او خروار ولسوالیو کې موقعیت لري.
د لوگر د کلتور او گرځندوی امر محمد گل تسل وايي، د یادو لرغونو سیمو، تاریخي ابدو او تاریخي کلاوو ترڅنگ ۱۹مشهور زیارتونه یې هم ثبت کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې لوگر د سیمې په کچه مشهورې لرغونې سیمې او تاریخي ابدې لري، چې په محمداغې ولسوالۍ کې د عینکو د مسو لرغوني سیمه، دغه راز په برکي ولسوالۍ کې د سجاونډ او په خروار ولسوالۍ کې د کافرکوټ لرغونې سیمه یې یوازې بېلگې دي.
دا مهال په لوگر کې ۱۲ لرغوني سیمې، ۱۶ تاریخي ابدې، شاوخوا شل تاریخي کلاوې، ۱۹ مشهور زیارتونه او ۶ تفریحي سیمې شته، چې له دې ډلې دوه تاریخي ابدې رغول شوي دي.