
ليکوال او د افغانستان بانک د نظارت امر دوکتور لطفالله خيرخواه د پاکستان له پوځي رژيم سره قطر کې مذاکراتو او د سمدستي اوربند د هوکړې اړوند ليکلي، چې د افغان لوري اعلاميه کې چې کوم موضوعات او اصطلاحات نه شته، هغه اصلاً بحث شوي نه دي او ليکلي سند کې هم نشته.
هغه همدا راز زياته کړې، چې د نورو خلکو ليکل او نه ليکل موږ ته هېڅ مکلفيت نه متوجه کوي او زموږ پر ضد قانوني سند نه ګڼل کېږي.
ياده دې وي، چې د افغانستان او پاکستان پوځي رژیم، لوري ترمنځ د دوحې د مذاکراتو په بېګاني پړاو کې يواځې د سمدستي اوربند موضوع مطرح شوې او نور مسايل به په تعقيبي غونډو کې تر بحث لاندې ونيول شي.