Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»مالي‌خان صدیق: د جگړې پلوي نه‌یو؛ خو ډز بې‌ځوابه نه‌پرېږدو
    افغانستان

    مالي‌خان صدیق: د جگړې پلوي نه‌یو؛ خو ډز بې‌ځوابه نه‌پرېږدو

    صابر افغانصابر افغان20 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د وسله‌وال پوځ د لوی درستیز مرستیال مالي‌خان صدیق پکتیا ته تللی دی او د ډنډ پټان ولسوالۍ سیمې یې له نږدې لیدلي دي.

    له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ملي دفاع وزارت د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ د وسله‌وال پوځ لوی درستیز مرستیال مالي‌خان صدیق د وضعیت ارزونې په موخه د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته تللی او هلته یې په فرضي کرښه کې د افغان اردو منسوبینو د پوستو څخه لیدنه کړې ده.

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، پاکستاني لوري ته د افغان اردو له لوري د جدي خبرداري او بیړني ضرب الاجل ټاکلو وروسته اوسمهال په سیمه کې نښتې کمې شوې دي.

    مالي‌خان صدیق افغان ځواکونو ته ویلي، چې افغانستان د جگړې پلوی نه‌دی؛ خو د دښمن یو ډز به هم بې‌ځوابه پرې نه‌ږدي.: «موږ د جگړې پلوي نه‌یو، که زموږ د خاورې په یو کونج کې کوم ډز وشي، نو زموږ تجربه لرونکي ځواکونه بې پروا نه دي او په عاجله توگه به هغوی ته ځواب ورکوي».

    روانه اوونۍ افغان امنیتي ځواکونه وروسته له هغه له پاکستاني عسکرو سره په نښته واوښتل، چې پاکستاني پوځ د پکتیکا برمل، د خوست سپیره ولسوالۍ او د کونړ شلتن ولسوالۍ په ځینو بمباري وکړه.

    د پاکستان د بمبارۍ په ځواب کې د افغانستان دفاع وزارت خپلو پوله‌ساتو ځواکونو ته امر وکړ، چې د پاکستان پوستې په نښه کړي، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ جگړه ونښته.

    مخکینۍ مقالهد افغان ځواکونو د برید له امله پاکستاني عسکر له خپل لوی مرکز څخه تښتیدلي
    راتلونکي مقاله اذربایجان د اقتصاد، کرنې، تېلو او گازو په برخه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتوي

    مربوطه لیکنې

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    د کندهار په ژېړۍ او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۵ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025

    ننګرهار کې ۱۵۲ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 20 نوومبر 2025

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    20 نوومبر 2025

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،078 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.