د مالیې وزارت وايي، تېره اوونۍ یې د کندهار او نیمروز گمرکونو د گرځنده څارنې کارکوونکو د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر قاچاقي توکو کشف او نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په نیول شوو توکو کې ۲۴۶۰ کیلوگرامه انساني طبي درمل، ۳۹۳۶ کیلوگرامه رُب، ۵۵۷۵ کیلوگرامه بېلابېل ډوله چاکلېټ، ۲۴۰۰ کیلوگرامه گوړه او ۸۶۵ کیلوگرامه شېدې نیول شوي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې هېواد ته راوړي.
د مالیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دوی گرځنده څارنې کارکوونکو د هېواد په ټولو بندرونو کې شپه او ورځ گرځي او د هغوی توکو د قاچاق مخنیوی کوي، چې په ناقانونه ډول هېواد ته راوړل کېږي.