ماليې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د يو شمېر رسنيو له لوري د دولتي کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې خبر رد کړی دی او وايي: «د یو شمېر مغرضو او کاذبو رسنیو هغه راپورونه ناسم دي، چې یاد وزارت د دولتي کارکوونکو د راتلونکو درې میاشتو معاش نه شي ورکولی».
ماليې وزارت دغه راز زياته کړې چې نه یوازې دا چې د ژمي درې میاشتو معاش به ورکول کېږي، بلکې د هېواد په کچه ټول پراختیایي لګښتونه له پلان سره سم روان دي او پر دې سربېره د دولتي کارکوونکو د تېرو درې کالو ګرځول شوی تقاعد به هم بېرته مامورینو ته ورکړل شي.