Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»مالیې وزارت: د پمپ سټېشنونو د ثابتې او هوټلونو د انتفاعي مالیې په کچه کې د پام وړ کمښت راغلی دی
    افغانستان

    مالیې وزارت: د پمپ سټېشنونو د ثابتې او هوټلونو د انتفاعي مالیې په کچه کې د پام وړ کمښت راغلی دی

    عمران آغاعمران آغا6 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د مالیې وزارت مسوولینو نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبرې ناستې پر مهال، د پمپ سټېشنونو د ثابتې او هوټلونو د انتفاعي مالیې په کچه کې د کمښت په اړه، خبر ورکړ.

    د مالیې وزارت د عوایدو او گمرکونو مرستیال عبدالقاهر(حاجي ادریس) وايي، د حکومت د مشرتابه د فرمان پر بنسټ، د پمپ سټېشنونو د ثابتې او هوټلونو د انتفاعي مالیې په کچه کې د پام وړ کمښت راغلی دی.: «د افغانستان اسلامي امارت تل هڅه کوي، چې په اصولو کي اسانتیاوې رامنځته کړي، له خپل ولس سره په هره برخه کې اساني وکړي او کُلي پالېسي یې له ولس سره پر شفقت او مهربانۍ ولاړه ده.»

    نوموړي وویل، وخت په وخت د مالیې ورکوونکو ستونزو ته رسېدنه شوې او د مالیاتو د تخفیف برخه کې د هغوی غوښتنو ته مثبت ځواب ویل شوی لکه د اصنافو له پاره مخکېنی معافیت، د یو نیم لک افغانیو څخه تر شل لکه افغانیو پورې لوړ شو او د مالیاتو اندازه یې له ۰،۵ څخه ۰،۳ سلنې ته را کمه شوه.

    حاجي ادریس زیاته کړه، د مالیې وزارت د وړاندیز او د حکومت د مشرتابه د حکم پر بنسټ، د گاز او تېلو پمپ سټېشنونو د ثابتې او د رسټورانټونو د انتفاعي مالیې برخه کې د پام وړ کمښت رامنځته شوی دی. له دې مخکې ټول هغه هوټلونه او سیار رسټورانټونه، چې ربعوار فروشات یې له ۷۵۰۰۰۰ افغانیو څخه کم و، د ۲ سلنه او له دې زیاته اندازه یې د ۵ سلنه انتفاعي مالیې تابع وو؛ خو د نوي فرمان له مخې د یادو هوټلونو او رسټورانټونو د انتفاعي مالیې کچه ۲ سلنه ټاکل شوې ده. دغه راز د گاز او تېلو پمپ سټېشنونو له في لېتر څخه ۰.۶ افغانۍ ثابته مالیه اخیستل کېده؛ چې د نوي فرمان پر بنسټ دغه کچه ۰.۳ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

    په دې خبري ناسته کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، د مالیاتو برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه، مخکې د شرکتونو مالي جریمې معاف شوې او د اصنافو له پاره مخکېنی معافیت، د یو نیم لک افغانیو څخه تر شل لکه افغانیو پورې لوړ شو او د مالیاتو اندازه یې له ۰،۵ څخه ۰،۳ سلنې ته را کمه شوه. همدارنگه پرو سږ کال کې د ښوونیز او تحصیلي سکتور د پیاوړتیا په موخه، د یوه کال لپاره د هغوی انتفاعی مالیه معاف شوه. دغه راز د روغتیا سکتور انتفاعي مالیه له ۴ سلنې څخه ۳ سلنې ته را کمه شوه او نوي رامنځته شوي روغتیایي مرکزونه د یو کال لپاره د انتفاعي مالیې له ورکړې څخه معاف او په دویم کال د ۲ سلنه او له هغه وروسته د ۳ سلنه انتفاعي مالیې تابع گرځول شوي وو.

    مخکینۍ مقالهولس اوس د اتل او خاین تر منځ توپیر کولای شي.
    راتلونکي مقاله د قوش تیپې کانال د دویم فاز ترڅنګ شپږ لوی پلونه جوړیږي

    مربوطه لیکنې

    ‏د تورغونډۍ بندر د احاطوي دېوال رغنیزې چارې پیل شوې

    15 مارچ 2026

    د افغانستان د صادراتي توکو ۸ محمولې نن ورځ ترکیې او له هغه ځایه نړۍ ته لېږدول کېږي

    15 مارچ 2026

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    14 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 15 مارچ 2026

    صهیونیستي رژیم د ایراني ډرونونو د مخنیوي برخه کې له اوکراین د مرستې غوښتنه کړې

    عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم د ایراني ډرونونو مخنیوي په برخه…

    سپاه پاسدارن: پر سعودي عربستان وروستی ډرون برید له ایران سره تړاو نه‌لري

    15 مارچ 2026

    شاوخوا ۳۰ هېوادونو له ايران غوښتي چې د هرمز تنګي له لارې د کښتيو تېرېدو هوکړه لاسليک کړي

    15 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    صهیونیستي رژیم د ایراني ډرونونو د مخنیوي برخه کې له اوکراین د مرستې غوښتنه کړې

    15 مارچ 2026

    سپاه پاسدارن: پر سعودي عربستان وروستی ډرون برید له ایران سره تړاو نه‌لري

    15 مارچ 2026

    شاوخوا ۳۰ هېوادونو له ايران غوښتي چې د هرمز تنګي له لارې د کښتيو تېرېدو هوکړه لاسليک کړي

    15 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،122 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،072 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،144 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.