مالیې وزارت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه په یو شمېر واردېدونکو توکو گمرکي تعرفه لوړه کړې ده.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د مالیې وزارت د گمرکونو او عوایدو معینیت په خپله نننۍ ناسته کړې پرېکړه کړې چې په یو شمېر وارېدونکو توکو به مالیه لوړوي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه غونډه کې گمرکونو لوی ریاست د تعرفي ریاست له لوري د سوداگرو او صنعتکارانو غوښتنې او هر اړخیز تحلیل وروسته په یو شمېر توکو مالیه لوړه کړه.: «له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ، د سوداگرۍ او حکومتي عوایدو د ودې اصل ته په کتو سره په ځینو توکو مالیه لوړه شوه.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي په اش او مکروني ۳۵ سلنه، د کچالو چپس ۵۰ سلنه، تعمیراتي رنگ ۱۶سلنه، نیمه پروسس شوي بوتلونه ۶.۵سلنه، کاغذي دوسمال ۱۰، کارتن ۴۰ سلنه، پیزار ۱۰، د اوبو کولر ۱۰، خاورین لوښي ۱۶سلنه، د درملو خام توکي ۲.۵ سلنه او التونسا څښونکي پوډرو باندې ۳۰ سلنه گمرکي تعرفه لوړه شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، همدارنگه په سوداگریزو چارو کې د اسانتیا په موخه د یو شمېر توکو لپاره د تعرفې ملي کوډونو په جوړېدو هم پرېکړه شوې ده.
اوسمهال د هېواد دننه گڼ شمېر توکي تولیدېږي؛ خو مهاله یاد توکي له بهرنیو هېوادونو هم واردېږي، چې له امله یې د کورنیو تولیداتو خرڅلاو کمرنگه کړی دی.