د مالیې وزارت مسوولین وايي، د ۱۴۰۲مالي په ارزونه کې د هېواد د سترو گمرکونو ارزونه شوې، چې د اروزنې په پایله کې معلومه شوې چې یادو گمرکونو ۸،۲ سلنه پرمختگ کړی دی.
د مالیې وزارت د گمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس محمد وسیم عثمان په (۱۴۰۲) مالي کال کې په ګمرکونو کې د تر سره شوو فعالیتونو په تړاو وايي، چې د عوایدو د راټولېدو، د هېواد په ټولو گمرکونو کې د تر سره شوې سوداگرۍ، د وارداتي توکو د گمرکي ارزښت او د سوداگریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه وايي، چې د نورو کلونو پرتله یې وضعیت ښه و او د ۱۴۰۱ مالي کال په پرتله د گمرکونو چارو ۸.۲ سلنه پرمختگ کړی دی.
د مالیې وزارت وايي، په گمرکونو کې د اداري فساد، اختلاس، د توکو وزن او په گڼو چارو کې رڼوالی راغلی دی، چې له امله یې د حکومت عواید هم لوړ شوي دي.
یاد وزارت تېره اوونۍ ویلي وو، چې د هرات په گمرک د یو کارکوونکي په گډون یې پینځه تنه د مالي فساد او غلا په تور نیولي دي.: «د هرات گمرک د گودامونو څانگې یو تن کارکوونکی، درې تنه کاریگر او د سوداگریز شرکت یو کارکوونکی د همدې شرکت د سوداگریزو توکو د غلا او مالي فساد په تور نیول شوي دي.
دغه کارکوونکي او ورسره درې تنو نورو کاریگرو د یو سوداگریز شرکت د کارکوونکي په لارښوونه او د پیسو په بدل کې د یاد شرکت له وارداتي توکو څځه یو اندازه قیمتي توکي غلا کړي وو، چې د گمرک د مسوولینو له لوري ونیول شول.»