
د هېواد مالیې وزارت وایي، د تعارفو کمېټې په خپله شپږمه کلنۍ ناسته کې د کورني صنعت او تولیداتو د ملاتړ په موخه پر ځینو توکو لګېدلې ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د پلاسټيکي څپلکو تعرفه چې مخکې ۳۰ سلنه وه ۵۰ سلنې ته لوړه شوې، د پټاکۍ او کاغذ باد مخکینۍ تعرفه چې ۱۰ سلنې وه ۸۰ سلنې ته لوړه شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د موسمي مېوو لکه ناک، انګور او ځمکني توت تعرفه هم په موسمي ډول له ۵۰ سلنې ۸۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

