Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»مالیې وزارت: په روان کال کې یې ۳ غصب شوي جایدادونه بېرته تر لاسه کړي دي
    افغانستان

    مالیې وزارت: په روان کال کې یې ۳ غصب شوي جایدادونه بېرته تر لاسه کړي دي

    صابر افغانصابر افغان15 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د مالیې وزارت وايي، د دغه وزارت د املاکو لوی ریاست توانېدلی دی چې په روان ۱۴۰۳ل کال کې د دغه وزارت اړوند ۳ غصب شوي جایدادونه بېرته تر لاسه کړي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، همدا راز د املاکو ریاست توانېدلی چې نږدې ۱۱۷ جایدادونه په کابل او د ۴۰ نورو جایدادونو هوکړه‌لیکونه په ولایتونو کې د داوطلبۍ له لارې د حقوقي او حقیقي اشخاصو سره لاسلیک کړي.: «د دې هوکړه‌لیکونو ترڅنگ د مالیې وزارت اړوند د ۷۵ جایدادونو د هوکړې خبرې هم روانې دي، چې له ارزونې او ډاډ وروسته به قرارداد ته وړاندې شي.»

    د خبرپاڼې له مخې، د مالیې وزارت په ټولیز ډول په ولایتونو او مرکز کې ۳۶۱ جایدادونه لري، چې ۵۳ جایدادونه یې ځمکه او ۳۰۸ جایدادونه یې ودانۍ دي.

    د یادونې وړ ده، د مالیې وزارت د املاکو لوی ریاست د دغه وزارت یو له مهمو ریاستونو څخه شمېرل کېږي، چې دنده یې د املاکو اړوند د کره شمېرو او احصایو راټولو، د حکم لرونکو اسنادو سره سم د دولتي ادارو ترمنځ او یا د خلکو او دولتي ادارو ترمنځ د املاکي شخړو حل، په هېواد کې او له هېواده بهر د مالیې وزارت اړوند ټولو غیر منقولو حکومتي جایدادونو تسلیمي، ثبت او اجاره ورکولو، د مالیې وزارت له غیر منقولو جایدادنو څخه سمه ساتنه او معقوله گټه اخیستنه ده.

    د مالیې وزارت د ۳ جایدادنو د بېرته تر لاسه کولو خبره داسې مهال کوي، چې د عدلیې وزارت هم ویلي چې په تېره یو میاشت کې یې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۲۳۲ زره جریبه ځمکه تثبت کړې ده او زرگونه جریبه خمکه یې له غصب څخه راگرځولې ده.

    مخکینۍ مقالهپر ټرمپ برید او د امريکايي غلامانو چوپتيا.
    راتلونکي مقاله استخباراتي لوبه، د شر و فساد ډله او داعش په يوه جامه کې.

    مربوطه لیکنې

    د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر محتسبينو پکتيا کې دوه کوډګر نيولي

    7 اگست 2025

    کورنیو چارو وزارت: سمنګان کې د حرفوي غلو ۱۲ کسیزه ډله ونیول شوه

    7 اگست 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    6 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 8 اگست 2025

    پوتین: غرب مونږ ته دا را زده‌ کړل، چې د بشر حقوق د اسرائیلو پر ګټو پیل او پای مومي

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، تازه غزه کې د صهیونیستي رژیم د پرله‌پسې محاصرې له…

    ځايي سرچینې: پاکستاني پوځیان د جګړې پر مهال له عامو خلکو د سپر په توګه کار اخلي

    8 اگست 2025

    د غزې ښار د اشغالولو طرحې ته د ترکیې، بریټانیا، چین او ملګرو ملتونو غبرګون

    8 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پوتین: غرب مونږ ته دا را زده‌ کړل، چې د بشر حقوق د اسرائیلو پر ګټو پیل او پای مومي

    8 اگست 2025

    ځايي سرچینې: پاکستاني پوځیان د جګړې پر مهال له عامو خلکو د سپر په توګه کار اخلي

    8 اگست 2025

    د غزې ښار د اشغالولو طرحې ته د ترکیې، بریټانیا، چین او ملګرو ملتونو غبرګون

    8 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،996 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،931 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،949 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.