
پاکستان په دې وروستیو کې له سختې امنیتي، اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ دی، له افغانستان سره د ټولو لارو له تړلو سره سره، په دغه هېواد کې د بېلابېلو وسلوالو ډلو فعالیتونه په بې ساري ډول ډېر شوي، چې د دغه هېواد امنیتي او استخباراتي ادارې یې له سختو ننګونو سره مخ کړي دي، خو د پاکستان پوځي رژیم بیا هم د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره، د دغو ټولو پېښو پړه پر افغانستان اچوي او په همدې لړ کې یې د فبروري میاشتې پر ۲۱مه، د شپې ناوخته په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې د جټ الوتکو په توسط ملکي اهداف او مدرسه بمبارد کړل او بیا یې په خورا فخر پر مقدساتو او عامو خلکو د دې جنایتکارو بریدونو پړه ومنل.
دې جنایت ته تقریباً ټولو افغانانو غبرګون وښود او په یوه خوله یې د غندنې ترڅنګ، له افغان حکومت څخه د انتقامي برید او نړیوالو څخه د دغه جنایت په وړاندې د ګامونو اخیستلو غوښتنه وکړه، خو په دې منځ کې د مقاومت ډلې د غړو او پلویانو دریځ هم د پام وړ دی. د دغه ډلې هغه غړي چې په بېلابېلو نومونو په ټولنیزو رسنیو کې فعالیتونه کوي، نه یوازې اوس، بلکې له دې وړاندې یې هم د پاکستان د پوځي رژیم جنایتکار بریدونه ستایلي وو او ملاتړ یې ترې کړی و.
د پاکستاني پوځ او استخباراتو مطبوعاتي مستعار ادرسونه هم د دغه ډلې له تبلیغاتي فعالیتونو څخه ملاتړ کوي او نشرات یې تکثیروي. دا چارې یو عادي نه، بلکې د مقاومت ډلې او پاکستان ترمنځ د ژور تړاو ښکارندویه دي. څه موده وړاندې په ایران کې د مقاومت ډلې پر غړو هم کړۍ راتنګه شوې وه، چې ورسره هم مهاله پاکستان ته د دوی د انتقال جریان پیل شوی و. د دغه ډلې ځینې غړي پاکستان کې مېشت شوي او همدې چارې دوی اړ ایستلي، چې د پاکستان له ګتو دفاع وکړي.
له بلې خوا، د پاکستان د دې جنایت په وړاندې د ځینو نورو سیاسي ډلو ټپلو او ائتلافونو مبهم دریځ دا پوښتنه راپورته کوي چې د دوی سیاسي تعریف په کوم اصل ولاړ دی؟ آیا دوی ته د افغانستان اسلامي او ملي ګټې مهمې دي که د پاکستان ګټې او له دغه هېواد سره د دوی اړیکې؟ په معاصر سیاست کې اختلاف طبیعي دی، خو هغه مهال چې د بهرني پوځي اقدام په وړاندې روښانه دریځ ونه نیول شي، نو د دغسې سیاسي ډلو او ائتلافونو په وړاندې لا ډېر شکونه را پورته کېږي. ولس هم نور پوه شوی چې دغه جریانونه د ملي حاکمیت پر موضوع معامله کوي او د سیاسي امتیاز په بدل کې چوپ پاتې کېږي.
دغه جریانونه او ائتلافونه باید پوه شي چې سیاسي مشروعیت یوازې د مخالفت له لارې نه ترلاسه کېږي، بلکې د ملي مسایلو پر وړاندې د مسؤلانه دریځ له لارې پیاوړی کېږي. هغه جریانونه چې غواړي ځان د راتلونکي بدیل په توګه مطرح کړي، اوس یې دا دعوه تر سوال لاندې ده، ځکه چې دوی د ارضي تمامیت او ولسي امنیت په موضوع کې له پاکستان او نورو هېوادونو سره چې دوی ته پناه ځای ورکوي یا یې ملاتړ کوي، هر راز معاملې ته چمتو دي. دغه سیاسي او تبلیغاتي ډلو خپل دریځونه د بهرنیو اړیکو، لنډمهالو امتیازاتو او تبلیغاتي محاسبو تابع ګرځولي او همدا د دوی توره څېره ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.

