Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»متحده جبهه؛ له سیاسي انزوا په تکراري غونډو وتلی شي!؟
    لیکني

    متحده جبهه؛ له سیاسي انزوا په تکراري غونډو وتلی شي!؟

    صابر افغانصابر افغان14 اگست 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سمیع سادات په مشرۍ متحده جبهه چې له هېواد بهر په امریکا کې سیاسي فعالیتونه کوي، د روانې اګست میاشتې پر پنځلسمه د افغانستان او امریکا د پخوانیو نظامیانو یوه غونډه جوړوي، په دې غونډه کې یو شمېر تبلیغاتي مسایل تر بحث لاندې نیسي، چې په مطرح کولو یې غواړي د امریکا د اوسنۍ ادارې پام ځان ته واړوي او ملاتړ یې جذب کړي.

    په یاده غونډه کې د پرځېدلي جمهوریت د پوځ، استخباراتو او امنیتي برخو یو شمېر ټیټ رتبه نظامیان، د امریکايي استخباراتو پخواني کارمندان، پالیسي جوړوونکي او بې اثره څهرې هم ګډون او د بېلابېلو مسایلو په اړه وینا کوي. دوی په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ترڅنګ، د آزادۍ(!) اخیستلو پر کړنلارو او افغانستان د داخلي مسایلو په اړه ویناوې او بحث کوي.

    متحده جبهه چې له څلورو کلونو راپدېخوا په امریکا کې فعالیتونه کوي، په رهبري کې یې څو تنه شهرت طلبه نظامیان را ټول شوي؛ د جبهې له ادرسه د تبلیغاتي بحثونو په مطرح کولو، په پرله پسې توګه هڅه کوي د ټرمپ پام ور واړوي او د افغانستان د بیا ځلي نظامي تسخیر لپاره د هر اړخیزې مرستې غږ اوچت کړي. دوی په څرګنده بهرنیانو ته اجازه ورکوي چې د تل په څېر بیا هم د هېواد په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي او بیا هېواد د یرغل قرباني کړي.

    خو د متحدي جبهې یادې ناستې د څو لاملونو له کبله بې اثره دي؛ لومړی: نړۍواله ټولنه دا مهال د خپلو تګلارو له مخې د سیمې د ثبات او سولې د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي، نه د نیابتي جنګیالیو د تیارولو. ځکه جګړه او زور هغه لارې دي چې دا مهال نه د دوی لپاره ګټمنې دي او نه د افغانستان لپاره.

    دویم: په یاده غونډه کې همدا افغان نظامي څهرې د افغانستان د جګړې په ډګر کې له کاملې ناکامۍ سره مخ وې، د دوی په شمول د دوی مشران او ملګري یې د جمهوریت د امنیتي بنسټونو د کمزوري کولو او پاشلتیا لوبغاړي وو. همدې ستورو لرونکو جنرالانو، ډګروالانو او ټیټ پوړو نظامیانو د سقوط په ورځ حتی د کابل له ښار څخه هم ساتنه ونه کړل، بلکې تېښتې ته یې مخه کړل او پر کابل هوايي ډګر یې هجوم ور وړ.

    درېیم: متحده جبهه د هېواد په داخل کې ملاتړ نه لري، ځکه د دغه جبهې مشرتابه د دروغجنو شعارونو په ورکولو د عامو خلکو او حتی خپلو پلویانو باور بایللی دی. د دغه جبهې مشر سمیع سادات له تېرو څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې د نظامي فعالیتونو د پیلولو په عنوان دروغجن شعارونه بدرګه کول، چې له خپل ټول توان سره، سره ونه توانېده چې بریالی شي.

    څلورم: د جبهې داخلي کمزوري او مدیریتي ناکامي ډېر بارز او ښکاره دلیل دی، چې له کبله یې دغه جبهه په سیاسي ډګر کې کم رنګه او منزوي شوې ده. د نورو جبهاتو په څېر متحده جبهه هم د سمیع سادات د څو تنو شخصي ملګرو سیاسي ډله ده، چې نه کوم قوي ټیم لري او نه هم بنسټیز مدیریت.

    د یادو دلایلو ترڅنګ، یو شمېر نور دلایل او علتونه هم شته چې له کبله یې د متحدي جبهې دغسې سیاسي ناستې بې اثره ثابتېږي او له دې پرته چې پر نړۍ د ملاتړ تکراري غږ وي، نوره هیڅ هم نه ده. په تېر کې هم متحدي جبهې ورته یوه ناسته په امریکا کې جوړه کړې وه، هغه مهال هم د افغانستان په ضد له ناسمو او دروغجنو تبلیغاتو پرته نور څه نه وو او د یادې جبهې لپاره یې ځانګړې لاسته راوړنه نه درلوده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد بلوچستان نشنلېسټ پوځ د پاکستاني پوځ پر مرکز برید کې درې پوځیان وژلي
    راتلونکي مقاله د القاعدې پوځي څانګې په دوه جلا بریدونو کې د بورکینیافاسو اته ملېشې وژلي

    مربوطه لیکنې

    کاپي پېسټ حکمراني؛ کله چې د اټومي هېواد واک د پردیو په لاس کې وي

    8 اپریل 2026

    مخالفين د بې اتفاقۍ له ژور بحران سره مخ دي

    8 اپریل 2026

    د ولس غوښتنې او په وړاندې یې د مخالفو ډلو سیاستونه

    7 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 11 اپریل 2026

    چين په راتلونکو څو اوونيو کې ايران ته د هوايي دفاع نوي پرمختللي سیسټمونه ورکوي

    سي این این امريکايي رسنۍ د خپلو باخبره استخباراتي سرچینو له قوله ويلي، چین چمتووالی…

    پاکستاني طالبانو خیبر پښتونخوا کې ۲۰ پاکستاني کومانډویان هلاک او ټپیان کړي

    11 اپریل 2026

    پر پاکستاني رژیم د مذاکراتي پلاوو بې‌باوري؛ چین، روسیه، قطر، او سعودي د شاهدانو په توګه اسلام‌ اباد ته بلل شوي

    11 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    چين په راتلونکو څو اوونيو کې ايران ته د هوايي دفاع نوي پرمختللي سیسټمونه ورکوي

    11 اپریل 2026

    پاکستاني طالبانو خیبر پښتونخوا کې ۲۰ پاکستاني کومانډویان هلاک او ټپیان کړي

    11 اپریل 2026

    پر پاکستاني رژیم د مذاکراتي پلاوو بې‌باوري؛ چین، روسیه، قطر، او سعودي د شاهدانو په توګه اسلام‌ اباد ته بلل شوي

    11 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،173 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.