
په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر، مولوي بدرالدین حقاني په یاد هېواد کې له یو شمېر مېشتو افغانانو سره وکتل.
په یاد هېواد کې د افغانستان سفارت ویلي، ښاغلي حقاني په متحده عربي اماراتو کې د مېشتو افغانانو ستونزې واورېدې او په دې برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
له بل لوري، هېوادوالو په ابوظبۍ کې د اسلامي امارت د غوره رهبرۍ په ځانګړې توګه د سفیر له خدمتونو او په ټاکلي وخت د سفارت لهخوا په وخت سره د دوی ستونزو ته د ځواب ویلو له کبله منننه او ستاینه کړې ده.

