
د عربي رسنیو د راپورونو لهمخې، د متحده عربي اماراتو د ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان په لارښوونه د دغه هېواد مرستندویه ادارو افغانستان ته د مرستو لېږد ته دوام ورکړی دی.
راپور زیاتوي، چې تازه د ۴۰ ټنه خوراکي توکو او د استوګنیزو توکو یوه الوتکه د هېواد ختيځو سيمو کې زلزلهځپلو ته د مرستې په موخه را روانه شوه.
د ویلو ده، چې متحده عربي اماراتو تر دې وړاندې هم له افغان زلزلهځپلو سره مرستې کړې دي.