Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»مجازي مقاومت یوازې د بقا په لټه کې!
    سیاسي لیکني

    مجازي مقاومت یوازې د بقا په لټه کې!

    صابر افغانصابر افغان26 نوومبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په ډېری هغو هېوادونو کې چې د مقاومت مجازي جبهه پکې فعالیت لري، د دوی کاري ساحه ورځ تر بلې تنګېږي او له ګڼو ننګونو سره مخ دي. دغه جبهه او غړي یې د استعمالېدونکې او یو ځل مصرفېدونکې وسیلې حیثیت لري؛ په محدود وخت او ځانګړو موضوعاتو کې ګاونډي او ځینې نور هېوادونه ګټه ترې اخلي، مؤقتي سهولتونه ورته برابروي، خو کله چې مطلوب او ور سپارل شوی کار ترسره کړي، بیا یې ټغر ور ټولوي، د فعالیت ساحه ورباندې تنګوي او له خپلې خاورې یې شړي.

    د مقاومت مجازي ډلې له تېرو څو کلونو راهیسې په تاجکستان کې د نورو په لمسون فعالیت درلوده، دې جبهې ته د افغان حکومت پر وړاندې بېلابېلې اجنډاوې ورکړل شوې، دې نیابتي ډلې یې د پلي کولو لپاره ډېر کوښښ وکړ، خو په پلي کولو کې پاتې راغله، ځکه منظم مدیریت، پلان او فزیکي فعالیتونه یې نه لرل او یوازې د انلاین حضور تر کچې محدود وو. په هېواد کې یې هېچا ملاتړ ونه کړ، همدا وجه وه چې د تاجکستان له‌خوا په تدریج سره ځواب ورکړل شو.

    تاجکستان ته د بلخ د والي د سفر پر مهال، د تاجکستان د استخباراتو وزیر افغان پلاوي ته ډاډ ورکړی و چې نور به په خپله خاوره کې هغو شریرو کړیو ته ځای ور نه کړي چې د افغانستان امنیت ګواښي. نوموړي افغان پلاوي ته په خبرو کې ويلي وو، «له خپله اړخه د ښه ګاونډیتوب ډاډ درکوو او هیله‌مند یو څو تاجکستان او افغانستان د نورو وروڼو هېوادونو په شان ژوند وکړي. موږ هېڅ شریرې کړۍ ته په خپله خاوره کې اجازه نه ورکوو چې د هغې له لاسه د افغانستان امنیت وګواښل شي.» د تاجکستان د استخباراتو وزیر مقاومت جبهې ته په کنایه کې د شریرې کړۍ خطاب وکړ، چې له دې امله یې هلته پر دوی د فعالیت ساحه نوره هم را تنګه شوه.

    په ورته وخت کې، د امنیتي او سیاسي چارو شنونکي په دې آند دي چې د روسیې له خوا د افغان حکومت په رسمیت پیژندنې، په سیمه کې له دې حکومت سره د اړیکو پر پراخېدو هم مثبته اغېزه کړې ده. افغانستان او تاجکستان هم ګډې ترانزیټي، امنیتي او سوداګریزې اړیکې او اړتیاوي لري، چې لپاره یې دوه اړخیزه ډیپلوماټیکې اړیکې قوي کوي.

    په دې وروستیو کې د تاجکستان هېواد لوړپوړي پلاوي افغانستان ته سفر هم وکړ، د دې سفر په ترڅ کې یې د افغان حکومت له ځینو لوړپوړو چارواکو سره لیدنې وکړې. پخواني دیپلوماټان وايي، افغانستان ته د تاجکستاني پلاوي د سفر موخه دا ده چې نوی افغان حکومت د روسیې له لوري په رسمیت پېژندل شوی او دوی نه غواړي له دې قافلې وروسته پاتې شي. د دوی په وینا، د اقتصادي ګټو له مخې تاجکستان غواړي له افغان حکومت سره انعطاف‌پذیره اړیکې ولري. د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او دې وضعیت په تاجکستان کې د مقاومت جبهې پر فعالیتونو خورا منفي اغېز کړی دی.

    په دې وروستیو کې د مقاومت جبهې غړو هڅه کول چې د خپل شریر فعالیت لپاره داسې هېواد پیدا کړي چې د افغانستان د ګټو پر خلاف دریځ ولري، چې په همدې لړ کې یې له ایران او تاجکستان څخه پاکستان ته پناه یووړه. د دې جبهې ځینو غړو په ایران کې هم د ناسمو شرایطو له رامنځته کېدو شکایت کاوه او هڅه یې کول چې پاکستان ته، د دغه هېواد د ګټو لپاره د قرباني کېدو په قیمت ځانونه ورسوي.

    د مقاومت ډلې لپاره دا مهال تر ټولو لوی هدف یوازې خپله بقا ده، که څه هم د پاکستان د ګټو لپاره په جنګېدو کې وي. د دې ډلې مجازي حضور او فعالیتونه په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځي رژیم په ګټه او د افغانستان د ملي ګټو په ضد دي. د مقاومت ډلې غړي نور د پاکستان د دښمنانه پالیسیو د تطبیق برخه او د پردیو لومو قرباني دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپاکستان کې د افغانستان پخوانی سفير عاطف مشعل: د پاکستان له لوري د افغانستان د حريم نقض او د استخباراتي کړیو ملاتړ به وضعیت نور هم ترینګلی کړي
    راتلونکي مقاله بلوڅ ازادي غوښتونکو د یوه جاسوس په ګډون پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    مربوطه لیکنې

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025

    پاکستان او مجازي مقاومت؛ له تشو ادعاوو تر ښکاره ګواښونو

    1 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 2 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025

    اسلام‌اباد کې د دوو میاشتو په مخه د خلکو پر راټولېدنو بندیز ولګېد

    1 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025

    له ایران څخه د مقاومت ډلو او احزابو د تېښتې لاملونه څه دي؟

    2 دسمبر 2025

    اسلام‌اباد کې د دوو میاشتو په مخه د خلکو پر راټولېدنو بندیز ولګېد

    1 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،031 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،082 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.