د سرپرست حکومت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د امریکا د استازو جرګې له ادرسه شوې ادعا چې ګواکې په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون لري او یا چاته خطر متوجه دی، په کلکه رد کړې.
ښاغلي مجاهد پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، افغانستان یو واحد او قوي حکومت لري، چې په ټوله جغرافیه بشپړ واک او کنټرول لري او هیڅچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.