
د افغان حکومت ویاند مولوی ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د ا.ا د لومړني مشر او بنسټ ايښودونکي، ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تره، مولوي محمد جمعه وفات شوی دی.
ښاغلي مجاهد ویلي، چې د مرحوم جنازه به سبا (دوشنبه)د زابل ولایت سیوري ولسوالۍ د مرحوم امیر المؤمنین صاحب د زیارت تر څنګ اداء شي.
نوموړي ویلي، چې د یادې کورنۍ د دواړو وفات شویو غړو فاتحه بل سبا (سېشنبه) د کندهار په جامعه عمر کې په یوه ځای او د یوې ورځې لپاره اخیستل کېږي.

