Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»مجاهد: د نړیوالې ټولنې له لوري افغانان په څو اړخیز ډول ځورول کېږي
    افغانستان

    مجاهد: د نړیوالې ټولنې له لوري افغانان په څو اړخیز ډول ځورول کېږي

    صابر افغانصابر افغان1 جولای 2024څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د دوحه۳ ناسته کې د افغان پلاوي مشر او د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحه۳ ناستې ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې اوسمهال د نړیوالې ټولنې له لوري افغانان په څو اړخیز ډول ځورول کېږي.

    نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، خوښ دی چې د افغانستان د حکومت او ولس په استازیتوب د ملگرو ملتونو په نوښت غونډه کې گډون کوي.: «د دوحې په دې کانفرانس کې زموږ گډون ښيي چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو هغو ملاحظاتو ترڅنگ چې لري يې، د مثبت تعامل پلوی دی.

    زموږ په باور د دوحې اوسنۍ ناسته یو فرصت دی، چې زموږ پر مشرانو او د مالي او بانکي نظام د یواړخیزو او څو اړخیزو بندیزونو او زموږ د ملي اقتصاد په وړاندې د ننگونو په اړه داسې مثبتې خبرې اترې ولرو چې د ستونزو د حل یوښه پيل وگرځي او افغانان هم پوه شي چې زموږ پر هېواد تحمیل شوي بندیزونه نور پای ته رسېږي.»

    ښاغلي مجاهد د دوحه۳ ناستې گډونوالو ته وویل، افغانان پوښتنه کوي چې د یو اړخیزو او څو اړخیزو بندیزونو پر مټ ولې په ډله‌ییز ډول کړول کېږي؟ ولي یې حکومت او خصوصي سکتور ته خندونه جوړېږي؟ افغانان چې د پردیو یرغلونو او لاسوهنو په نتیجه کې نژدې نیمه پېړۍ له جگړو او ناامنیو وکړېدل، کله یې چې خپله خپلواکي واخیسته، جگړه یې پای ته ورسوله، یو نظام یې رامنځ ته کړ او غواړی له نړۍ سره مثبتې اړیکې ولري خو په بدل کې يې له بندیزونو سره مخ شول؟ ایا دا منصفانه چلن دی؟: «زه له دې انکار نه کوم چې ښايي ځیني هېوادونه د اسلامي امارت له ځینو اقداماتو سره ستونزه ولري. زه فکر کوم د دولتونو ترمنځ پالیسیو کې تفاوت او بدلون یوه طبیعي چاره ده او همدا ستاسې په څېر د مجربو دیپلوماتانو دنده ده چې د نظرونو تفاوت ته د تقابل پر ځای د تعامل او تفاهم لارې چارې وگوري.

    د داخلي کړنو او پالیسیو تفاوت باید په هېڅ ډول د دې لامل نه شي چې ځینې زورور هېوادونه په خپلو لاسونو کې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي فشار ابزارونه داسې وکاروي چې د یوه جنگ ځپلي ملت ژوند متاثره کړي.»نوموړي همدا راز وویل، د بندیزونو سربېره افغان حکومت د کوکنار کښت او قاچاق صفر کړ.

    نړۍ د دې پر ځای چې زموږ هڅې وستايي پر موږ یې لگېدلي بندیزونه لا پسې وغځول.: «لکه څنگه چې زموږ ملت د تاریخ په اوږدو کې د سیاسي خپلواکۍ لپاره مبارزې کړي او تاریخي قربانۍ يې ورکړې دي، په ورته ډول د افغانستان اسلامي امارت اوس د پر ځان بسیا ملي اقتصاد د بنیادونو د ايښودلو له لارې هڅه کوي چې زموږ اقتصادي خپلواکي هم په بشپړ ډول تضمین کړي. موږ همداراز د افغانستان د واقعي اقتصادي بیا راژوندي کولو په برخه کې هم ستر گامونه اخيستي چې ورسره ولسي وگړو ته کارونه ایجاد شوي، سلگونه فابریکې جوړې شوي، ځوانان له بدبختیو راگرځول شوي او ښځينه‌وو ته د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ستر تجارتي فرصتونه رامنځته شوي دي.»

    ښاغلي مجاهد زیاته کړې، د افغانانو د ستونزو بنسټیز حل دا دی چې بندیزونه لرې، په پراختیايي برخو کې مرستې شي او افغان حکومت د خپلو اقتصادي او پراختیايي کارونو لپاره له محدودیت پرته کار وکړي.: «زموږ د بهرني سیاست یو اساسي عنصر اقتصادمحوري ده. موږ د خپل اقتصادمحوره خارجي سیاست پر مټ وتوانېدو چې د افغانستان له لارې د سیمې د اتصال امکانات برابر کړو.

    په شمال کې له ازبکستان څخه راغلې د افغان ټرانس په نامه د اوسپنې پټلۍ رغونه به وکولای شي چې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا او ازادو اوبو سره وصل کړي. زموږ اړوندې ادارې له خپلو ازبکستاني او پاکستاني همکارانو سره له نژدې کار کوي.

    همداراز ترکمنستان سره د ټاپي د گازو نل لیکې د جوړېدو په اړه په تېرو دوو کلونو کې ښه پرمختگ شوی دی. هیله‌من یو چې د دې پروژې له پلي کېدو سره د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د انرژۍ په تبادله او اتصال کې افغانستان مثبت رول ولوبوي.»

    نوموړي د دوحه۳ ناستې گډونوالو ته وویل، اسلامي امارت د لوېدیځو هېوادونو سره هم مثبت تعامل غواړي. د نورو هېوادونو په څېر موږ هم ځینې دیني او دودیز ارزښتونه او ولسي غوښتنې لرو، چې دوی یې باید درک کړي.

    دوی باید د افغانستان ملي حاکمیت ته په درنه سترگه وگوري.: «که وتوانېږو چې د افغانستان کورني مسایل له بهرنیو اړیکو جلا کړو، ښايي دوو اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو کې پرمختگ ولرو.

    د افغانستان اسلامي امارت اوس د افغانستان داسې یو حکومت دی چې د افغانانو د لسیزو مبارزو نتیجه ده.

    د افغانستان اسلامي امارت او نورو هېوادونو ترمنځ د سیاسي درک کچه مخ په لوړېدو ده. قزاقستان تېره میاشت د طالبانو نوم د ممنوعه ډلو له لېست څخه ووېست او همداراز تمه ده چې د روسیې فدراسیون هم په نژدې وخت کې ورته اقدام وکړي. په عین حال کې، د چین ولسي جمهوریت د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر ومانه.

    همدارنگه لسگونو هېوادونو د افغانستان د حکومت دیپلوماتان منلي او فعاله سیاسي استازولۍ لرو.

    لکه څنگه چې د سیمې مهمو هېوادونو د افغانستان له اوسني حکومت سره د یوه مسؤول نظام په توگه مثبت تعامل کړی، زموږ هیله دا ده چې په ورته ډول غربي هېوادونه هم گډو دوه اړخیزو گټو ته لومړیتوب ورکړي.»

    مجاهد په خپلو خبرو کې د غزې اوسني ناورین ته هم اشاره وکړه. نوموړي وویل، د نړۍ هغه هېوادونه هم موږ ته د بشري حقوقو خبرې کوي، چې په غزه کې د جنوسایډ کلک ملاتړي دي.: «د دې لپاره چې د دوحې ناستې معناداره شي په کار ده چې لاندې اهدافو باندې کار وکړو، ترڅو دا اعتماد رامنځ ته شي چې موږ ټول د افغانستان امنیت، ثبات او د افغانانو د ښېرازۍ لپاره کار کوو:لومړی، د ټولو محدودیتونو او بندیزونو لرې کېدل او د هغو پخوانیو پرېکړه‌لیکونو ختمول چې د افغانستان د خصوصي سکټور په لار کې يې اساسي خنډونه ایجاد کړي دي.

    دوهم: د افغانستان بانک کنگل شوي ټولې اسعاري زېرمې کومې چې د افغانانو مسلم حق دی، بیرته د کنگل څخه خلاصېدل او د افغانستان بانک په واک کي ورکول کېدل، ترڅو د پولي سیاست په ښه تطبیق، د سوداگریزو بانکونو د حسابونو په تقویې او دافغانستان بانک له لوري د سوداګریزو بانکونو په وړاندې د اسعاري مکلفیتونو په ترسره کولو کې وکارول شي.»

    مخکینۍ مقالهپه هېواد کې د کانګو ناروغۍ له امله ۲۰ تنه مړه شوي دي
    راتلونکي مقاله سعودي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

    مربوطه لیکنې

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.