
د افغان حکومت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد له یوې پاکستاني رسنۍ سره تازه مرکه کې ویلي، د پاکستان عوامو او علماوو ته احترام لرو، دوی زموږ وروڼه دي، باور پرې لرو او د خپل ځان فکر پرې کوو.
نوموړي زیاته کړې، چې له بده مرغه د پاکستان حکومت او هغه ادارې چې افغان حکومت ورسره سیاسي ډګر کې مخ دی، پر خپلو وعدو نه دريږي چې دا د دې لامل ګرځي چې بېباوري رامنځ ته شي.
ښاغلي مجاهد ټینګار کړی، چې افغان حکومت تجارتي اړیکې او لارې له سياست سره نه تړي؛ خو مقابل لوری پر خپلو ژمنو نه دی ولاړ او اوس یې هم په یوه کوچنۍ پېښه دروازې تړي او ستونزې رامنځته کوي.

