Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»مجاهد: نړیوال دې بې‌ځایه اندېښنې نه کوي
    افغانستان

    مجاهد: نړیوال دې بې‌ځایه اندېښنې نه کوي

    صابر افغانصابر افغان19 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مونیخ په غونډه کې د نړۍ د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو گډې اعلامیې ته غبرگون ښودلی او د دوی اندېښنې یې بې‌ځایه بللي دي.ښاغلي مجاهد پر خپلې اېکس‌پاڼه لیکلي، افغانستان له کلونو وروسته امن دی او هېڅ بهرنۍ ډله دلته نشته او نه هم په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورکول کېږي.:« د اسلامي امارت په دوه نیم کلن حکومت کې له افغانستان څخه هېڅ کوم هېواد ته گواښ نه دی شوی. تشویش خپرول او له افغانستان څخه د تهدید او وېرې احساس پیدا کول، یا د هېوادونو د معلوماتو کمزوري په ډاگه کوي او یا خو ځینې مغرضې کړۍ په لوی لاس داسې غونډو ته ناسم معلومات لېږدوي او د افغانستان په اړه ناسم انځور وړاندې کوي.»د مجاهد په خبره، که توطیه اچوونکي هر څومره پروپاگند وکړي، د افغانستان پرمختگ به دوام کوي او د نورو اعلامیو ته په تمه نه پاتې کېږي.:« د نشه‌يي توکو کښت صفر شوی، د هېواد اقتصاد پرمختگ کړی، د افغانۍ ارزښت ساتل شوی، لویې پروژې پیل شوي، په روغتیايي، ښوونیزو او د بیارغونې په برخه کې ښه کارونه روان دي.»نوموړي ویلي، له دومره ډېر پرمختگونو سربېره بیا هم د افغانستان انځور خراب وړاندې کول د نړۍ د هېوادونو ناخبري ده.د نړۍ د دولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مونیخ په امنیتي غونډه کې د افغانستان په اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې وه. د مونیخ غونډې په اعلامیه کې له افغان حکومت غوښتل شوي وو چې نړیوالو قوانینو ته دې درناوی وکړي.

    مخکینۍ مقالهاسماء محمد: د داعش مشرانو ته خپل ژوند، عشرت او شهوت مهم و
    راتلونکي مقاله ترکي پانگه‌وال: په افغانستان کې د هوايي ډگرونو، برېښنا او سوداگریزو ښارگوټو په برخه کې پانگونه کوي

    مربوطه لیکنې

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026

    د روان میلادي کال تر پایه هرات کې د ټاپي پروژې چارې بشپړېږي

    26 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 26 جنوري 2026

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    د حماس پوځي څانګې القسام ویاند “ابو عبیده” ویلي، چې د بندیانو د جسدونو په…

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    26 جنوري 2026

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،103 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،113 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.